د کونړ اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې د لرګیو قاچاق اوس د سیند له لارې کېږي

ارشیف، د کونړ د سیند یو انځور

د کونړ اوسېدونکي وایي، د لرګیو قاچاق اوس د کونړ د سیند له لارې ترسره کېږي او باید چې حکومت يې مخه ونیسي.

دوی وایي، که څه هم چې په تور سړک او نورو لارو د لرګیو د قاچاق مخه تر ډیره نیول شوې، خو اوس د لرګیو قاچاق وړونکو په سیند کې د اوبو په وسیله د لرګیو قاچاق ته مخه کړې.

دوی له حکومتي مسؤلینو غواړي چې هم په وچه او هم په اوبو کې په بشپړ ډول د لرګیو د قاچاق مخنیوی دې وشي.

محمد ولي او شېرغني وایي، پخوا به په دغه توره لیکه او نورو سړکونو شپه او ورځ د چارتراشو قاچاق کېده، خو اوس يې تر ډېره مخه نیول شوې، اوس قاچاقبر له شلو تر پنځوسو سلیپر یو ځای تړي او په اوبو کې يې خوشې کوي، لکه کېتۍ روان وي، دوی ورپسې په موټر او یا ټوپانو سپاره وي، بیا یې له اوبو اوباسي او نورو ځایونو ته يې په موټرو کې رسوي، حکومت يې باید مخه ونیسي.

دوی وايي، که حکومت د لرګیو د قاچاق مخه ونه نیسې، نو د ځنګل وهل به دوام وکړي.

په کونړ کې د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنیر انعام الله ساپي څه موده وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د ولایت په یو شمېر لېرې پرتو او نا امنو سیمو کې اوس هم د ځنګل وهل دوام لرې او یوازې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته ۲۵ ميلیونه فوټه مکعبه لرګی له کونړه وتلی دی.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال هم د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له کومې ورځې چې د کونړـ جلال اباد او نورو سړکونو د لرګیو د غیري قانوني لېږد مخه نیول شوې ده، له هغه وروسته قاچاق وړونکي کوښښ کوي چې لرګي د سیند له لارې جلال اباد او نورو ځایونو ته ورسوي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال

هغه وړاندې وویل: کله چې پولیس او امنیتي ځواکونه د قاچاق وړونکو او غلو د مخنیوي لپاره پلان جوړ کړي، هغوی د خپلو ناوړو کارونو لپاره نورې لارې خپلوي چې له هغو څخه يې یوه هم د سیند له لارې د لرګیو قاچاق دی، موږ په نورګل کې له سیند څخه لرګي راویستلي او دغه لاره به يې هم بندوو.

په کونړ کې د کرنې او مالدارۍ مسؤلین وايي، څو ځله پخواني ولسمشر حامد کرزي په کونړ کې د وهل شوي ځنګل لرګیو ته د انتقال اجازه ورکړه چې ورسره د لرګیو مافیا نوره هم زړوره شوه او د ځنګل په بې رحمه پرې کولو کې زیاتوالی راغی چې تر دې دمه د کونړ ۴۰ سلنه ځنګل وهل شوی دی.