امریکا غواړي چې د ايران په تړاو يو نړيوال ائتلاف ايجاد کړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپیو

د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير وايي، غواړي چې د ايران په تړاو يو نړيوال ائتلاف ايجاد کړي.

مايک پامپيو پرون دا خبره په داسې حال کې وکړه چې سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو ته په سفر روانېده.

دغه هېوادونه په فارس خليج کې د امريکا دوه سني عرب متحدان دي.

مايک پامپيو په واشنګټن کې د خپل سفر تر پيل مخکې وويل: موږ به له دوى سره پر دې خبرې کوو چې څنګه يقيني کولاى شو چې څو ټول په ستراتيژيک لحاظ همغږي واوسو او څنګه کولاى شو چې يو نړيوال ائتلاف جوړ کړو، داسې ائتلاف چې نه يوازې د خليج په هېوادونو، بلکې په اسيا او اروپا کې هم د نړۍ په سطحه د ترورېزم د تر ټولو لوى ملاتړي (ايران) پرضد فشار ته چمتووالى ولري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ولسمشر ډونالد ټرمپ خبره تکرار کړه، هغه دا چې واشنګټن له تهران سره له قيد او شرط پرته مذاکرو ته چمتو دى، څو د دواړو رقيبانو ترمنځ ولاړ شوى کړکېچ کم شي.

دا کړکېچ وروسته له هغې شديد شو چې امريکا تېر کال د ٢٠١٥ م کال له اټمي تړون څخه ووتله او پر تهران يې بيا اقتصادي بنديزونه ولګول.