د سوداګرۍ خونه د کابل- شارجې د هوايي دهلېز د پرانيستې خبر ورکوي

د افغانستان د یوه هوايي دهلېز یو انځور

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د افغانستان او شارجې ترمنځ د هوايي دهلېز د پرانيستې خبر ورکوي.

د دې خونې ویاند جان اقا نويد نن ازادي راډيو ته وویل چې نن به شارجې ته په لومړي پرواز کې دوه ټنه ګیلاس او زردالو انتقال شي.

دی وایي: ټاکل شوې چې له دې وروسته د افغانستان محصولات شارجې ته هم انتقال شي او په یاد هېواد کې که څوک علاقه ولري چې افغاني مېوې او نور زراعتي توکي وپیري، نو کولای شي چې هملته يې لاسته راوړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، د هوايي دهلېزونو په وسیله له افغانستانه په زیاته اندازه وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، قره قل او یو شمېر نور هند، چین، دبۍ، ترکیې، شارجې او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي.