کونړ کې ۳۱۰۰۰ ماشومان د پولیو ضد له واکسینه بې برخې پاتې شوي

ارشیف

په کونړ کې ۳۱۰۰۰ ماشومان د پولیو ضد له واکسین څخه بې برخې پاتې شوي دي.

په کونړ کې د واکسینو د عامه پوهاوي د برخې مسؤل ډاکټر اسدالله فضلي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په تېر کمپاین کې ترې ۳۱۰۰۰ ماشومان پاتې دي او که یادې پروسې سره وسله‌وال مخالفین خپل مخالفت ته همداسې دوام ورکړي، نو دغه شمېر زیاتیدای هم شي.

په یاد ولایت کې د فلج مثبتې پېښې شتون او واکسینو سره د وسله‌والو مخالفت خلک اندیښمن کړي، دغه ساري او لا علاجه رنځ به د دوی کورونو او ماشونو ته هم لاړ شي.

د یادونې وړ ده چې له تېرو څو کلونو د کونړ په یو شمېر سرحدي او لېرې پرتو سیمو کې د فلج ضد واکسینو سره مخالفت موجود دی چې تېرکال هم په یاد ولایت کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې او سږ کال هم تر دې دمه یوه مثبته پېښه پیدا شوې، پخوا به چې په کوم ولایت کې د ګوزڼ کومه مثبته پېښه وموندل شوه، نو هلته به د واکسینو کمپاین کېده، خو سږ کال د وسله‌والو د ګواښونو له امله په ټول کونړ کې یاد کمپاین نه‌دی ترسره شوی.

د دې موضوع تفصیل روح الله انوري په یوه راپور کې وړاندې کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

انوري راپور