چارواکي: د بدخشان ګڼو کورنيو خپل ماشومان درنو کارونو ته مجبور کړي

ارشیف

د بدخشان چارواکي وايي، ګڼو کورنيو خپل ماشومان د ګټې وټې لپاره درنو کارونو ته مجبور کړي دي.

د بدخشان د کار او ټولنيزو چارو رئيس شفيق الله ايوبي که څه هم د دغو ماشومانو شمېر مشخص نه کړ، خو ويې ويل: داسې کورنۍ رامعلومې دي چې په خپله په کورونو کې ناست دي، خو خپل ماشومان يې د خښتو په بټيو، هوټلونو او موټرمينځلو ځايونو کې درنو کارونو ته ګمارلي دي، د دې لپاره چې موږ د ماشومانو د درنو کارونو مخنيوى وکړ، د خښتو د بټيو څارنه مو کړې ده.

په بدخشان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشره عارفه نويد وايي، په دې ولايت کې شااوخوا ٢٠٠زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

د افغانستان په نورو برخو کې هم په ماشومانو د درنو کارونو موارد زيات دي.

ډېرى کورنۍ وايي، د بېوزلۍ له کبله مجبور شوي چې په خپلو ماشومانو درانه کارونه وکړي.