د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتونو خاص استازی زلمی خلیلزاد وايي، له طالبانو سره راتلونکی دور خبرې د جون په ۲۹مه پیلوي.
خلیلزاد بیګاه «د شنبې په ماښام]»دا خبره په خپل ټویټر باندې لیکلې ده.
هغه زیاته کړې، افغانستان او قطر ته یې د وروستيو سفرونو په اساس باورمند دی چې ټولې خواوې «د افغان سولې د پروسې» چټک پرمختګ غواړي.
We%27ll start the next round of talks on Jun 29. Based on my recent visits to #Afghanistan and #Qatar, I believe all sides want rapid progress. #AfghanPeaceProcess
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) June 22, 2019
ښاغلي خلیلزاد د جون په ۱۸مه لیکلي و چې امریکا د سولې د یوه بشپړ تړون په لټه کې ده د خروج موافقه نه لټوي.
زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې او پخلاینې په رابطه خپل اوسنی سفر د مې له ۲۹مه را پیل کړی او تر دې دمه افغانستان، پاکستان، بلجیم او جرمني ته تللی دی.
طالبانو ویلي چې له امریکايي پلاوي سره په «پخوانیو» خبرو کې امریکا منلې چې له افغانستانه خپل پوځیان باسي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد بیا وایي، له افغان خاورې د تروریستانو د نه کارونې ډاډ، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو په هدف د بین الافغاني خبرو پیل او دایمي اوربند د ده لپاره څلور مهم اهداف دي.
ښاغلي خلیلزد د جون په اتلسمه بیا خپله همیشنۍ خبره تکرار کړې وه تر هغو چې په دغو څلورو مواردو موافقه نه وي شوي په هېڅ شي موافقه نه کېږي.