ټرمپ وايي پر ایران نور اقتصادي بندیزونه لګوي

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، په ایران به نور اقتصادي بندیزونه ولګوي څو دا هېواد اټمي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

ټرمپ پرون شنبه په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره غږېده او د ایران اړوند مسایل یې یاد کړل: "ایران اوس په یوه اقتصادي ګډوډۍ کې دی. سم دم له دوزخه تیریږي. بندیزونو سخت وهلي دي. نور بندیزونه به هم پرې ولګول شي. ډېر زیات."

د امریکا ولسمشر تر دې یوه ورځ مخکې پر ایران د برید د امر د بېرته اخېستو اعلان وکړ.

هغه د ایران له‌خوا د امریکا د یوې بې پيلوټه الوتکې د نسکورولو په غبرګون پر ایران د برید امر ورکړی و.

ټرمپ ویلي، له دې چې نه یې غوښتل د جمعې د شپې په برید کې یو نیم سل ایرانیان ووژل شوي د برید امر یې بېرته وګرځاوه.

ایران بیا ګواښ کړی که برید پرې وشي سخت ځواب به ورکړي.

د ایران حکومت ټینګار کوي چې دوی د امریکا بې پيلوټه الوتکه د پنجشنبې په ورځ د ایران په هوايي حریم کې نسکوره کړې، خو امریکا وایي ایران دا کار په نړیوال هوايي حریم کې کړی.