پولیسو په ځينو ولایتونو کې د نشه يي موادو پر وړاندې ۹۴ عملیاته کړي

ارشیف، د افغانستان پولیس

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه د پاسه ۹۰ عملیاته وکړل.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو شپږو ورځو کې په تخار، کندز، ننګرهار، کابل، هرات او دایکنډي ولایتونو کې ۹۴ عملیاته کړي چې په نتیجه کې یې يوه اندازه نشه يي مواد او قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

ده وویل: د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۹۴ عملیاته کړي چې په نتیجه کې یې دوه ټنه تاریاک، چرس، شیشه، جامد کېمیاوي مواد، الکولي مشروبات او د الکولو لپاره يوه اندازه وراسته شوي کشمش نیولي او په دې تور ۱۰۲ کسان هم نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو په نتیجه کې له لوګر، دایکنډي او تخار ولایتونو څخه ۶۰ معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته ولېږل شول.