راپور: ځيني افغان سیاستوال په پاکستان کې د سولې کنفرانس ته بلل شوي

د پاکستان بیرغ

ځينو پاکستانۍ ورځپاڼو راپور ورکړى چې د افغانستان څو تنه پېژندل شوي سياستوال پاکستان ته د سولې يوه کنفرانس ته وربلل شوي دي.

دغه سياستوال سبا شنبه د پاکستان د پنجاب ايالت په بهوربن ښارګوټي کې په داسې حال کې سره جرګه کېږي چې په پام کې ده راتلونکې اوونۍ ولسمشر محمد اشرف غني هم اسلام اباد ته سفر وکړي.

پاکستانۍ ورځپاڼې وايي، په دغو وربلل شويو سياستوالو کې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هم شامل دى.

د دغه ګوند يوه لوړرتبه غړي غيرت بهير د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له ډېلي ټايمز ورځپاڼې سره په خبرو کې تأييد کړه چې حکمتيار به د خپل ګوند د يوه هيئت مشري کوي.

د پاکستان ډېلي ټايمز ورځپاڼه زياتوي، د افغان سياستوالو شمېر ٣٠ ته رسېږي چې په هغوى کې د سولې د عالي شورا رئيس محمد کريم خليلي، د ولسمشرۍ کانديد محمد حنيف اتمر، د بلخ پخوانى والي عطا محمد نور او نورې څېرې شاملې دي.

ويل شوي چې دغه غونډه د لاهور د سولې تحقيقاتي مرکز له خوا تنظيم شوې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني راروانه پنجشنبه د جون په ٢٧مه د پاکستان د صدراعظم عمران خان په بلنه اسلام اباد ته سفر کوي.