ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې: سولې لپاره د افغان حکومت هوډ صاف دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز ویلي، افغان حکومت د نږدې ۹۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو سره د سولې لپاره خپله ژمنتيا پر ډاګه کړه.

مېرمن راز د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو انتقاد وکړ چې د دې په خبره سولې ته متعهد نه‌دي.

د افغانستان انتخابات او بشري حقونه د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې یاد شول، خو ډېر تمرکز پر سوله وو.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز د سولې لپاره د افغان حکومت د ژمنتیا ډاډ ورکړ.

مېرمن راز وویل: "د سولې لپاره د افغان حکومت هوډ صاف او صادقانه دی. دا کار یې د سولې مشورتي جرګې د غوښتنې پر اساس له اختر وروسته د ۹۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو او د اعتماد جوړونې په خاطر وکړ، خو د طالبانو له لوري پورته شوي ګامونه متأسفانه د سولې لپاره ان یو وړوکی تعهد هم نه‌ښکاره کوي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو هم له طالبانو وغوښتل چې بین‌الافغاني خبرو ته دې چمتو شي.

طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه‌کوي، خو ویلي يې دي چې امریکایان حاضر دي له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.

اخوا د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، څو چې په ټولو مواردو موافقه نه‌وي شوي په هېڅ شي موافقه نه‌کېږي.