ولسمشرۍ ماڼۍ هغه ادعا ردوي چې وايي، ولسمشر به ډېر ژر د ولسي جرګې د لانجو قضیه سترې محکمې ته وسپاري.
یوې سرچینې چې نهيې غوښتل نومیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وويل که په راتلونکو څو ورځو کې د ولسي جرګې غړي د نوي رئیس د ټاکلو پر سر ستونزې حل نهکړي، ولسمشر به دا قضیه سترې محکمې ته وسپاري.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري ازادي راډيو ته وويل: "ولسي جرګه د خپلې دندې د اصولو له مخې باید رامنځته شوې ستونزې حل کړي او ولسمشر او ستره محکمه به په دې خبره کې کار نهلري."
د ولسي جرګې غړو شاوخوا ۴۰ ورځې وړاندې د دې جرګې د نوي رئیس ټاکلو لپاره رأی ورکړې چې په نتيجه کې يې میر رحمان رحماني د مؤقت رئیس په توګه اعلان شو.
خو د رحماني سیال کمال ناصر اصولي تر اوسه دا اعلان نهدی منلی او د دواړو لورو د پلویانو ترمنځ اختلافات تر فزیکې شخړو رسېدلي دي.