د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی فارس خلیج ته سفر پیلوي

د ایران د چارو لپاره د امریکا ځانګړی استازی برایان هوک

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی برایان هوک د فارس خلیج ته خپل سفر پیلوي، څو د واشنګټن مهمو متحدانو ته ووايي چې پر ایران فشارونو مؤثره نتیجه ورکړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو پرون وویل، خلیج ته د ښاغلي هوک سفر نن پنجشنبه پیلېږي او په ترڅ کې به‌یې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کوېټ، عُمان او بحرین ته ولاړ شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا دا استازی به د سیمې له هېوادونو سره دغلته د عمان په خلیج کې پر دوو تېل وړونکو بېړیو د بریدونو په شمول د ایران د وروستیو ورنکارو فعالیتونو په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا برایان هوک به منځني ختیځ کې د امریکا متحدانو ته د ایران د ګواښونو په اړه د واشنګټن اضافي اطلاعات هم له دوی سره شریک کړي.

د واشنګټن او تهران اړیکې د تېر کال د مې په میاشت کې وروسته له هغې ترینګلي شوي چې ولسمشر ټرمپ امریکا، له ایران سره له لاسلیک شوې اټمي تړون وایستله او پر دې هېواد یې بېرته بندیزونه ولګول.