عربستان د خبریال قاشقچي په اړه د ملګرو ملتونو راپور له حقیقته لیرې وباله

ارشیف/ د سعودي عربستان یو پخوانی خبریال جمال خاشقجي

سعودي عربستان د ملګرو ملتونو دا راپور له حقیقته لیرې وباله چې د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي په قتل کې لاس لري.

العربیه ټلوېزیون د عربستان د بهرنیو چارو د وزیر عادل‌الجبیر په وینا څرګندوي چې د ملګرو ملتونو خپور شوی راپور له تناقضاتو ډک دی او کومه ادعا چې په‌کې شوې ده هغه واقعیت نه‌لري.

د ملګرو ملتونو په راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ‌یې خپور کړ، راغلي چې نښې نښانې د دې څرګندونه کوي چې محمد بن سلمان او د عربستان ګڼ چارواکي د جمال خاشقجي په وژلو کې لاس لري.

خاشقجي چې د عربستان د ولیعهد له منتقدینو څخه و، تېر کال د اکټوبر په دوهمه په استانبول کې د عربستان په قونسلګرۍ کې دننه تری تم شو او بیا یې د مړینې خبرونه خپاره شول.

د ملګرو ملتونو په راپور کې چې سل مخه دی، د دې سازمان څیړونکو داسې شواهد راغونډ کړي دي چې ادعا په‌کې شوې ده چې محمد بن سلمان او هغه ته نږدې کسان په دې پېښه کې لاس لري.

دا راپور د شپږ میاشتو څېړنو نتیجه ده چې ملګرو ملتونو د دې خبریال د مړینې پر پېښه چمتو کړی دی.

په راپور کې ویل شوي دي چې خاشقچي پرته له محکمې قصداً وژل شوی دی او د نړیوالو بشري قوانینو له مخې سعودي عربستان د دې پېښې مسؤل دی.

په‌دې راپور کې یو شمېر هغه غږونه چې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ دننه ثبت شوي دي، څېړل شوي دي، خو دا غږونه په اساني نه‌اورېدل کېږي.

د ترکیې د استخباراتي چارواکو په وینا ښایي جمال خاشقجي لومړی په پیچکاري بې‌هوښه شوی وي بیا یې په پلاستیکي کڅوړه ساه بنده شوې وي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې څېړونکې اګنیس کالامرد

د ملګرو ملتونو ځانګړې څېړونکې اګنیس کالامرد له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د سعودي عربستان د ولیعهد پر ضد او د هغه د شخصي شتمنیو پر ضد لاس په کار شي او تر هغو چې محمد بن سلمان خپله بې‌ګناهي نه‌وي ثابته کړې، بندیزونه دې پرې ولګول شي.

د بریتانیا د ګارډین ورځپاڼې په باور د ملګرو ملتونو دا راپور به پر سعودي عربستان او د دغه هېواد پر ولیعهد محمد بن سلمان فشارونه زیات کړي.

سعودي عربستان پخوا هم ورته تورونه بې‌بنسټه بللي و چې ولیعهد محمد بن سلمان دې په‌دې پېښه کې لاس ولري.

ریاض وایي، خاشقجي د بد چلند پر مهال ساه ورکړې او محمد بن سلمان هېڅ له دې پېښې خبر نه‌و.