په ارزګان کې د پولیو یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوې

ارشیف، په ارزګان کې د پولیو د واکسین ټيم د واکسین د تطبیق په حال کې

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا مسؤلین وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پولیو یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوې ده.

دوی د دغې پېښې لامل د وسله والو طالبانو له لوري د پولیو د واکسین مخنیوی بولي.

د ارزګان ولایت خلک هم دغې چارې اندېښمن کړي او له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې د پولیو واکسین ته دې اجازه ورکړي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور