د امریکا د ویزې د اخېستو نوي مقررات بهرنیان څه ته اړ ایستي؟

د امریکا د ویزې د اخېستو نوي مقررات ښايي ډېر بهرنیان دې ته اړ کړي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپل پوستونه سانسور کړي.

هغه بهرنیان چې امریکا ته د امپریالیزم خطاب کوي او غواړي د استراحت لپاره میامي یا د قمارو هلو لپاره د لاس ویګاس قمارخانو ته لاړ شي له دې وروسته ښایي په ټویټر کې د لیکلو لهجه یو څه نرمه کړي او هغه بهرنیان چې فیسبوک کاروي او که په نیویارک ښار کې د ژوند د کومې ورځې تصویر په خپله پاڼه کې ږدي، ښاي له دې وروسته له دغې محبوبې ټولنیزې رسنۍ سره ېې مینه یوڅه کمه شي هغه هم په دې خاطر چې پرې د دې شک ونشي چې ګواکې غواړي د دایم لپاره په متحدو ایالاتونو کې پاتې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویزې دغه نوی طرزالعملونه له متقاضیانو غواړي چې د ټویټر او فیسبوک په ګډون په ټولو ټولنیزو رسنیو کې چې شاوخوا شل په نښه شوي، خپل پروفایلونه ورسره شریک کړي.

د دغو مقرراتو له مخې چې د مې له ۳۱مې راهیسې عملي کېږي، د ویزې متقضایان دې ته اړ نه‌دي چې د ټولنیزو اکاونټونه پاسورډونه هم ورکړي.

خو له دې سره- سره د مهاجرت د چارو وکیلان وایي چې دغه نوې غوښتنې به په ټولنیزو رسنیو کې ازاد بحثونه محدود کړي او هغوی چې غواړي امریکا ته مهاجر شي یا د سېل لپاره لاړ شي په خپلو پوستونو کې او هم دا چې له چاسره انلاین دوست شي، له ډېر احتیاطه کار واخلي.

دغه نوي مقررات چې تېر کال اعلان شوي د ولسمشر د هغه پراخ پروګرام یوه برخه ده چې د امریکا پولې سختوي.

دا د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین هغه ژمنه وه چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ولسمشر د غوره کېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړه.

دغه نوي سخت مقررات د هغو هېوادونو د اتباعو لپاره نه‌دي چې له ویزې پرته متحدو ایالاتونو ته تللی او هلته د نوي ورځو لپاره اوسېدلی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې ازادي راډیو ته یې رالیږلی ویلي چې کله چې موږ د ویزې د متقاضیانو پر غوښتنو غور کوو، د ملي امنیت مسئله زموږ لپاره لومړیتوب دی او هر هغه څوک چې امریکا ته سفر کوي یا د مهاجر په توګه دې هېواد ته داخلېږي هر اړخېز امنیتي چک یې کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغو نویو مقرراتو له مخې که چا هېڅکله هم په ټولنیزو رسنیو کې کوم اکاونټ نه‌وي پرانېستی او په فورمونو کې یې د ټولنیزې رسنې پوښتنه نه وي ځواب کړې، ویزه یې نه ردیږي.

د روسیې د سانټ پټرزبورګ اوسیدونکی ارټیم تیخونوف چې څو ځلي متحدو ایالاتونو ته تللی وایي، دا شخصي ازادي تر فشار لاندې راوړي، خو بیا یې هم باید درناوی وشي ځکه هغه یو دولتي مېکانېزم دی.

تیخونوف وایي، د دې لپاره چې امریکا ته له تلو خوند اخلي، دی به دغه مقررات مراعات کړي.