د کورنیو چارو وزارت مرستیال: افغانستان کې پر وسله‌والو درانه ګوزارونه شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال خوشال سعادت

یو لوړ پوړی افغان امنیتي چارواکی وايي، په وروستیو کې یې په ټول افغانستان کې پر وسله‌والو درانه ګوزارونه کړي او دوی یې ځپلي دي.

دا خبره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال خوشال سعادت د سې شنبې په ماښام هلمند کې خبریالانو ته وکړه.

د خوشال سعادت په شمول یو لوړ پوړی امنیتي پلاوی پرون سې شنبه ناوخته د هلمند مرکز لښکرګاه ته تللی و چې په‌کې په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د افغانستان د دفاع وزارت او د ملي امنیت شورا مرستیالان هم شامل وو.

هلمند ته تللی پلاوی

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال خوشال سعادت لښکرګاه کې رسنیو ته وویل، هلمند ته یې د سفر هدف د افغان ځواکونو د وړتیاوو او هغو عملیاتو د مؤثریت ارزول دي چې په وروستیو کې د هلمند په شمول ټول افغانستان کې شوي.

دی وايي: "په‌دې وروستیو کې موږ ډېر تعرضي عملیات کړي، په هلمند او ټول افغانستان کې مو دښمن ته درانه ګوزارونه ورکړي، ومو غوښتل چې خپله د هلمند له امنیه قوماندان، ملي امنیت رئیس، والي صاحب او د قُل اردو له قوماندان څخه واورو چې د دښمن وضعیت څنګه دی او زموږ څنګه دی؟"

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د حکومت او بهرنیو ځواکونو دې لوړپوړو چارواکو د هلمند له ځايي چارواکو سره د نویو تجهیزاتو د ورکړې ترڅنګ د افغان ځواکونو د تشکیل د پراختیا او په یو شمېر مرکزي ولسوالیو کې د عملیاتو ژمنې وکړې.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال وسله‌والو ته د درنو ګوزارونو خبره په داسې حال کې کوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن سې شنبې د افغانستان په اړه د دې سازمان د عمومي منشي اننونیو ګوترش پر راپور بحث کوي.

بشپړ راپور یې د محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

داعي راپور