د «م.م»راپور: افغانستان کې په ځانمرګو بریدونو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی

Your browser doesn’t support HTML5

کابل کې موټر بم حملې ۴ ملکیان وژلي

په افغانستان کې په ځانمرګو بریدونو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دا د هغه راپور مهمه برخه ده چې نن سې شنبه یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې سازمان د امنیت شورا ته وړاندې کوي.

دا راپور «په افغانستان کې وضعیت او پر نړېوالې سولې او امنیت یې اغېزې» تر سرلیک لاندې مخکې له مخکې د ملګرو ملتونو په وېب‌پاڼه کې خپور شوی دی.

د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي راپور د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې د دې سازمان د امنیت شورا ته وړاندې کېږي.

په شپاړلس پاڼو کې ترتیب شوی دا راپور په افغانستان کې:

  • په سیاسي او امنیتي حالاتو.
  • د بشري حقونو پر وضعیت.
  • سیمه‌ییزې همکارۍ.
  • د سولې پر هڅو.
  • پراختیا.
  • د کډوالو .
  • د بې ځایه شویو وضعیت.
  • د نشه‌يي موادو پر ضد پر مبارزې.
  • او بشري مرستو متمرکز دی.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش یې د چهار شنبې د ورځې ناوخته د امنیت شورا ته جزئیات وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

​په راپور کې د افغانستان سیاسي وضعیت، د سولې هڅو او په انتخاباتي کمېسیونونو کې بدلون ته په پام بې ثباته بلل شوی، خو د سولې په بهیر او هڅو کې د ښځو د ونډې ستاینه شوې ده.

په راپور کې ډېره اندېښنه بیا هم په امنیتي وضعیت ښودل شوې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا د روان کال د فبرورۍ له اتمې نېټې د مې د میاشتې تر نهمې نېټې پورې موده کې په ټول افغانستان کې ۵۲۴۹ امنیتي پېښې ثبت شوې.

راپور وړاندې وايي، دا شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله په سلو کې اووه کموالی ښيې.

د افغانستان جنوبي سیمې تر ډېره د بریدونو او امنیتي پېښو شاهدې وې.

ورپسې د افغانستان ختیځې او لویدیځې سیمې په دوهمه او درېيمه درجه له ناامنیو سره مخ بلل شوې دي.

ملګري ملتونه وايي، د دې امنیتې پېښو په سلو کې ۷۱ په همدې سیمو یعنې د افغانستان جنوب، ختیځ او لویدیځ کې پېښې شوي دي.

له درې زره دوه سوو څخه د زیاتو وسله‌والو نښتو د شمېرې پر وړاندې کولو سره ملګرو ملتونو ویلي چې دا ډول نښتې هم د تېرکال د فبرورۍ او مې د میاشتې ترمنځ د مودې په مقایسه په سلو کې لس راکمې شوي دي.

په افغانستان کې وضعیت او پر نړېوالې سولې او امنیت یې اغېزې

هغه څه چې د ملګرو ملتونو په‌دې راپور کې یې د ډېر کمي یادونه شوې، ځانمرګې بریدونه دي چې د دې سازمان په وینا، د روان کال له فبرورۍ میاشتې څخه تر مې میاشتې پورې موده کې د تېرکال د همدې مودې په مقایسه په سلو کې ۷۰ کم شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، په‌دې موده کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو هڅې په ځانګړي توګه په کابل او جلال‌اباد کې د دا ډول بریدونو د مخنیوي مهم سبب و.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په تېرکال کې یې د خپلو عملیاتو بڼه بدله کړې او له دفاعي حالته یې تهاجمي حالت غوره کړی دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد زبیر عارف د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو سره خبرو کې د ملګرو ملتونو پر راپور تبصره ونه‌کړه، خو ویې ویل، په وروستیو کې د حکومت د مخالفو وسله‌والو مرګ ژوبله زیاته شوې او د ملي اردو بریاوې زیاتې شوي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد زبیر عارف

دی وايي: "د پخوا پرتله د جګړې پلانونو بدلون کړی. موږ په دفاعي وضعیت کې وو، خو اوس زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه په یو تهاجمي ځواک بدل شوي. د دښمن پټن‌ځایونو ته ورځو، اقتصادي سرچینې یې له مرکزونو سره هدف ګرځوو. داسې ځایونو ته ورځو چې د دې وطن دښمنانو یې فکر هم نه و کړی چې دفاعي ځواکونه به ور ورسېږي همالته زموږ له‌خوا هدف ګرځول کیږي."

د ملګرو ملتونو په راپور کې چې نن د امنیت شورا ته وړاندې کېږي، دا هم راغلي چې د افغان هوايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د تېرکال په مقایسه په سلو ۱۲ زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په‌دې راپور کې ویل شوي، افغانان د روانو جګړو تر ټولو لویه قرباني ورکوي.

په هغه راپور کې چې د اپریل په ۲۴ مه د یوناما له‌خوا کابل کې خپور شوی وو د ولسي مرګ ژوبلې ډېره پړه پر طالبانو او داعش وسله‌والې ډلې اچول شوې وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل تازه راپور کې غوښتنه کړې چې افغانستان کې سوله باید د پراخې اجماع پر بنسټ رامنځته شي او ښځې باید د سولې په پروسه کې بشپړ رول ولري.

انتونو ګوترش همدارنګه غواړي چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو وضعیت تضمین شي او په‌دې هېواد کې دې تېرو کلونو کې په ټولنیزه کچه تر لاسه شوې بریاوې وساتل شي.