چین امریکا ته خبرداری ورکړ چې پر ایران فشارونه راکم کړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي

د تهران او واشنګټن ترمنځ زیات شوي کړکېچ ته په پام سره چین او روسیې د امریکا متحدو ایالتونو ته پر ایران د فشارونو په وړاندې خبرداری ورکړ.

هغو اندېښنو ته په پام سره چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي پوځي برخورد پرسر راپوته شوي، چین او روسیې متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړي چې پر ایران فشارونه چې هغه یې سخت بللي، کم کړي.

د چین او روسیې بیرغونه

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي نن په پیکنګ کې پر ټولو اړخونو غږ وکړ چې له منطق او زغمه کار واخلي او داسې پاروونکي اقدامات ونه کړي چې په سیمه کې کړکېچ لا زیاتولی شي.

هغه له ایرانه وغوښتل چې سره له دې چې واشنګټن د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه وتلی، د دې تړون درناوی وکړي او له متحدو ایالتونو یې هم وغوښتل چې پر ایران له سختو فشارونو لاس واخلي.

د هغه په وینا، نړیوال قانون پر هېڅ یواړخیز چلند نه دی ولاړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنټاګون د هغه وروستي اقدام په وړاندې چې پرون یې منځني ختیځ ته د نورو زرو سرتېرو د استولو اعلان وکړ، واشنګټن تورن کړ چې په قصدي توګه یې داسې پالېسي مخ ته نیولې چې هدف یې له ایران سره جګړه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګې ریابکوف واشنګټن په لمسوونکو اقدماتو چې هغه یې د دوامداره مخ په زیاتېدونکو سیاسي، رواني، اقتصادي او پوځي فشارونو هڅې وبللې، تورن کړ.

ریابکوف سیمې ته د نورو امریکایي پوځیانو د استولو پرېکړه د ژورې اندېښنې وړ وبلله او ویې ویل چې د زیاتو پوځیانو او جنګي وسایلو او تجهیزاتو ځای پرځای کول خپله د نښتې او د غیر ضروري کړکېچ خطر زیاتوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن وویل چې ایران له هېڅ یوه هېواد سره د جګړې غوښتونکی نه دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني

روحاني په هغې وینا کې چې نن په ژوندې بڼه د ایران د دولتي ټلویزیون له لارې خپرېده، وویل چې د هېڅ هېواد پرضد جګړه نه پیلوي او زیاته یې کړه چې هغوی چې له موږ سره مخامخ دي، یوه ډله سیاستوال دي چې ډېره کمه تجرله لري.

ده وویل: ایران نړیوالو موافقو ته ژمن پاتې شوی، هغوی چې نن ورځ زموږ په وړاندې درېدلي، هغه دي چې ټولې نړیوالې ژمنې، تړونونه، موافقې او پرېکړه لیکونه یې تر پښولاندې کړي دي.

د ایران ولسمشر زیاته کړه، په سیمه کې د امریکایانو ټولې هغه هڅې او هیلې چې غواړي زموږ اړیکې له ټولې نړۍ سره وشلوي او ایران په انزوا کې وساتي، ناکامې شوې دي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ په ترڅ کې د امریکا پوځ پرون دوشنبه هغه تازه تصاویر چې د ایران له خوا پر دوو ټانکر کښتیو د برید ادعا تأییدوي، خپاره کړل.

متحده ایالاتو د دغو تصاویرو له خپرېدو سره یوځل بیا تور ولګاوه چې د عمان په خلیج کې پر یوې ناروېژۍ او یوې جاپانۍ کښتۍ حملې ایران کړي دي.

ډېری دا تصویرونه د امریکا د سمندري ځواک د یوه هلیکوپټر له خوا اخیستل شوي او ظاهراً ایراني پوځیان له یوې جاپانۍ کښتۍ د یوه ناچاودي ماین د ایستلو په حال کې ښيي.

په عمان خلیج کې په نښه کړای شوې کښتۍ

ایران په دې حمله کې لاس لرل رد کړي دي.

همداراز پنټاګون پرون اعلان وکړ چې پر دې کښتیو د حملې له کبله منځني ختیځ ته زر تنه اضافي سرتېري استوي.

د امریکا سرپرست دفاع وزیر پاتریک شناهان وویل، دا سرتېري به د سمندري، هوايي او ځمکنیو ګواښونو پر وړاندې د دفاع دنده ولري.