چارواکي: سږکال به کندهار کې د انارو حاصلات زیات وي

آرشیف، په کندهار کې د انارو یو بڼ. Nov 06 2017

د کندهار ولایت د کرنې ریاست وایي، اټکل کېږي چې سږکال به په‌دغه ولایت کې د انارو حاصلات د تېرکال په پرتله زیات وي.

د دغه ولایت د کرنې ریاست مشر سید حفیظ الله سیدي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د وروستیو ورښتونو له امله به دغه کچه لوړه شي:"د مشاهدې او زموږ د اټکل له مخې سږکال به د انارو حاصلات ۱۸۰ زره ټنه پورې وي."

ښاغلی سیدي وایي، که څه هم تېرکال په‌دغه ولایت کې وچکالي زیاته وه، خو له ارغستان او یو شمېر نورو ولسوالیو څخه د انارو حاصلات تر۱۲۰ زره ټنو پورې راټول شوي وو.

د ښاغلي سیدي په خبره، د کندهار انار ولایت د افغانستان د ولایتونو سربېره یو شمېر هېوادونو ته هم صادرېږي او ښه بازار لري.