امریکا: خلیج کې پر ناروېژۍ او یوه جاپانۍ کښتۍ حملې ایران کړي

په خلیج کې ویشتل شوې کښتۍ

د امریکا متحد ایالاتو یو ځل بیا تور لګولی چې د عمان په خلیج کې پر یوه ناروېژۍ او یوه جاپانۍ کښتۍ حملې ایران کړې دي.

په‌دې ترڅ کې د امریکا پوځ پرون- دوشنبې هغه تازه تصاویر خپاره کړل چې د ایران له‌خوا پر دوو ټانکر کښتیو د برید ادعا تأییدوي.

ډېری دا تصویرونه د امریکا د سمندري ځواک د یوه هلیکوپټر له‌خوا اخېستل شوي او ظاهراً ایراني پوځیان له یوې جاپانۍ کښتۍ څخه د یوه ناچاودي ماین د ایستلو په حال کې ښيې.

ایران په‌دې حمله کې لاس لرل رد کړي دي.

همدا راز پنټاګون پرون اعلان وکړ چې پر دې کښتیو د حملې له کبله منځني ختیځ ته زر تنه اضافي سرتېري استوي.

د امریکا سرپرست دفاع وزیر پاتریک شاناهان وویل، دا سرتېري به د سمندري، هوايي او ځمکنیو ګواښونو پر وړاندې د دفاع دنده ولري.