سرخط: حکومت د لړم په نېښ اغزی کاږي

د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې

د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې حکومت د لړم په نېښ اغزی کاږي په عنوان په یو خپور کړي مطلب کې لیکلي دي چې افغان حکومت په شمالي ولایتونو کې د طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو د ځپلو په هدف په غیر مسؤله وسله‌والو او پخوانیو ټوپکیانو وسلې وېشي.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې د ترهګرو ترڅنګ دغه غیر مسؤل وسله‌وال هم د ناامنۍ په بېلابېلو پېښو کې لاس لري او خلکو ته‌يې سرخوږی جوړ کړی دی.

د مطلب لیکوال د سیمه‌ییزو باوري سرچینو له قوله لیکلي چې ان حکومت د شمالي ولایت تخار یو شمېر سیمې دغه غیر مسؤله وسله‌والو ته په واک کې ورکړي او حکومتي ځواکونه‌يې یوازې ملاتړ کوي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د طالبانو او نورو مخالفو ډلو پر ضد د غیر مسؤله وسله‌والو او پخوانیو قوماندانانو مسلح کول د هېواد او خلکو د راتلونکي لپاره ستر ګواښ دی او دغه ډلې باید پر ولس واکمنې نه‌شي.

په مطلب کې وړاندې د سیمه‌ییزو قومي مشرانو له قوله لیکل شوي چې که څه هم د دغه کسانو وسله‌وال کول به تر یوې اندازې د طالبانو پر ضد ګټور وي، خو تېرو تجربو ته په کتو دا ډلې په اوږد مهال کې د خلکو او هېواد لپاره په سرخوږي بدلېږي او وروسته به‌يې بې‌وسلې کول ستونزمن وي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې د ریاست په سر د رامنځته شوي کړکېچ دوام ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د استازو مجلس که د ټوکو ټکالو مرکز!

په سرمقاله کې وړاندې راغلي د ولسي جرګې د ریاست په سر د رامنځته شوې ستونزې له امله له تېرو دوه میاشتو راهیسې وکیلان نه‌دي توانېدلي چې عمومي غونډه دایره کړي.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې په‌دغو تېرو دوو میاشتو کې ان وکیلانو پر یو بل لفظي او فزیکې حملې وکړې.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې هڅه کېږي د ولسي جرګې دغه رامنځته شوې ستونزې ته قومي رنګ ورکړل شي، خو د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې نور نو باید دا مسئله حل شي او ولسي جرګه خپلو عادي او ځانګړو غونډو ته دوام ورکړي.

  • هشت صبح

او هشت صبح ورځپاڼې بیا د افغانستان پر انتخاباتو د نړیوالو د څار مسئله راخیستې او لیکلي یې دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د انګلستان د سفر پر مهال د دې هېواد له چارواکو غوښتنه کړې چې باید د افغانستان پر انتخاباتو د څار لپاره د نړیوالو څارونکو په را استولو کې مرسته وکړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره نور افغان نوماندان هم د نړیوالو څارونکو غوښتونکي ځکه د سرمقالې د لیکوال په وینا په تېرو انتخاباتو کې د نړیوالو څارونکو نه‌موجودیت انتخابات له ستونزو سره مخ کړل.

د سرمقالې لیکوال د ولسمشر د دې غوښتنې هرکلی کړی او لیکلي یې دي چې په افغانستان کې د انتخاباتو پر مهال د نړیوالو څارونکو موجودیت دې پروسې ته نړیوال اعتبار ورکوي.