ایران: تر ۱۰ ورځو به بډای شویي یورانیم له ټاکلې اندازې واوړي

د ایران ملي بیرغ

د ایران د اټمي انرژۍ سازمان وايي، تر لسو ورځو پورې به د بډای شوي یورانیم له ټاکلي اندازې واوړي.

د دې ادارې ویاند بهروز کمالوندي د اراک د درنو اوبو له زېرمې د رسنیو د استازیو د لیدنې پر مهال وویل چې له نننه به د بډایه شویو یورانیمو له درې سوه کیلوګرامه ټاکلې اندازې د اوښتو ورځې شمارو.

هغه وویل د جون په ۲۷ به ایران له دې اندازې واوړي.

د ایران د اټمي انرژۍ سازمان داسې وخت د بډایه شویو یورانیمو له ټاکلي اندازې د اوښتو خبره کوي چې دا هېواد باید د نړۍ له اټمي قدرتونو سره د تړون پر اساس له ۳۰۰ کیلوګرامه زیات بډایه شوي یورانیم ونه ساتي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څه وخت مخکې اروپايي قدرتونو ته ۶۰ ورځې وخت ټاکلی و چې د دوی تر څنګ ودریږي که نه د بډایه شویو یورانیمو زیرمه کول به پیل کړي.

امریکا له کله چې له ایران سره له اټمي تړونه وتلی، په دغه هېواد یې کلک بندیزونه لګولي او ویلي یې دي چې له ایران سره اټمي تړون یوه تېروتنه وه.