دفاع وزارت: کونړ کې د داعش د له‌منځه وړلو لپاره عملیات دوام لري

د افغانستان دفاع وزارت ویاند زبیر عارف ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هېواد په ختیځ په خاصه توګه کونړ کې یې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د له‌منځه وړلو لپاره عملیات دوام لري.

د دغه وزارت ویاند زبیر عارف تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:"زموږ عملیاتونه د دوی پر خلاف روان دي. شپني عملیات هم دي. همداسې زموږ هوايي ځواکونه هم پر دوی بریدونه کوي. تېرو لسو ورځو کې د دوی ډېری کسان په همدې کونړ کې وځپل شول. د دوی ځينې قومندانان له منځه لاړل."

پرون یو وار بیا د داعش افراطي ډلې وسله‌والو د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې له طالبانو سره جنګ پیل کړی دى.

په‌دغو جګړو کې د ملکيانو د زيانمنېدو راپورونه هم ورکول شوي دي.

د امریکا د متحدو ايالاتونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکنزي هم تېره اوونۍ په افغانستان کې د داعش پر تحرکاتو اندېښنه ښوولې وه او ویلي یې وو چې دا ډله لا هم د افغانستان په ختیځ کې پټن‌ځایونه لري.