د جنایتکارو ډلو د فعالیتونو په زیاتېدو د کابل د ځينو ښاریانو اندېښنه

آرشیف/ د کابل ښار یو انځور

د کابل ځیني ښاریان د جنایتکارو ډلو د فعالیتونو په زیاتېدو اندېښنه ښيي.

په کابل ښار کې د یوې مجرمې ډلې د مشر نبي کوهبندي له وژل کېدو وروسته د دغه ښار اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د دغو ډلو د فعالیتونو مخنیوي ته دې جدي اقدامات وکړي.

دوی وايي، دغو ډلو په ښار کې د دوی ژوند ستونزمن کړی دی.

حاجي خان ازادي راډیو ته وویل، د دغو کسانو او ډلو نیولو ته باید هڅې جدي شي.

ده وویل: سړي تښتونې، غلاګانې او چور او چپاول شته، ژر دې په کابل ښار کې دغه کسان چې دغه اعمال ترسره کوي، د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د کابل ښار بل اوسېدونکی مولاخان هم له حکومته ورته غوښتنه لري او وایي: د دغو ظالمانو د نیولو لپاره باید هڅې زیاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیسو په خبره، تېره ورځ د یوې جنایتکارې ډلې مشر نبي کوهبندي د نهمې امنیتي حوزې اړوندو سیمو کې د پولسو له خوا ټپي او بیا د ټپونو له امله مړ شو.

وی زمانی کشته شد که در برابر پولیس مقاومت می‌کرد.

دی هغه مهال ووژل شو چې د پولیسو پر وړاندې یې مقاومت کاوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نبې کوهبندي د یوې جنایتکارې ډلې مشر و چې له څلورو میاشتو راهیسې د پولیسو تر څارنې لاندې و.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، نبې کوهبندي له څو کلونو راهیسې په کابل ښار کې د خلکو په وژلو، غلاګانو او داسې نورو جنايي اعمالو لاس پورې کړی و.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د داشان کسانو د نیولو لپاره جدي هڅې روانې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

دی وایي: په لېرې ورځو کې نه بلکې په نږدې ورځو کې به تاسې د داشان څو کسانو د نیول کېدو شاهدان یاست، دوی به هېڅ چېرې خوندي نه وي، پولیس ورپسې دي، د دوی یو یو به نیسي او د قانون منګولو ته به يې سپاري.

ښاغلی رحیمي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې سلګونه کسان چې جنایي جرمونه یې ترسره کول، نیول شوي دي.

دی د داشان کسانو په نیولو کې د خلکو ونډه مهمه ګڼي او وايي، نبي کوهبندي یې هم د خلکو په همکارۍ څارلی دی.