واشنګټن د لومړي ځل لپاره تهران په افغانستان کې په بمي بریدونو تورن کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

واشنګټن د لومړي ځل لپاره تهران په افغانستان کې په بمي بریدونو تورن کړی.

که څه هم ایران په وار وار له افغان طالبانو څخه په ملاتړ تورن شوی، خو دا لومړی ځل دی چې امریکا ایران په افغانستان کې د بریدونو په ترسره کولو تورن کړی دی.

یو شمېر افغان څېړونکي وايي، امریکا په دې کار سره هڅه کوي چې پر ایران فشارونه زیات کړي.

خو د افغان شننوکو په وینا، دغه کړکېچونه به د افغان سولې پروسه زیانمنه کړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی وايي: د امریکا او ایران ترمنځ تازه کړکېچونه به د افغانستان د سولې پروسه هم زیانمنه کړي، ایران له هرې لارې دا هڅه کوي چې د امریکا لاسته راوړنې وننګوي او دا به زمونږ سولې ته رسېدل ستونزمن کړي.

افغان شننونکی ودیر صافی

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تور لګولی چې د کابل په وروستي برید کې د ایران لاس و.

په دې برید کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او څلور امریکایي عسکر ټپیان شوي وو.

ښاغلي پامپیو د شنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د خبرو پر مهال په سیمه کې د څو بریدونو یادونه وکړه چې په وینا یې ایران پلوه کسانو کړي دي او په ترڅ کې یې په کابل کې د جوزا د لسمې د بمي برید یادونه هم وکړه.

د دغه برید مسؤلیت طالبانو منلی و.

امریکا په څو تېرو اوونیو کې په څو ځلې ایران په دې تورن کړی چې په سیمه کې یې پر امریکایي اهدافو بریدونه کړي دي، خو دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د بمي برید په تړاو پر ایران دا ډول تور لګوي.

د واشنګټن او تهران دغو کړکېچونو او ادعاوو د افغانستان سوداګري هم اغېزمنه کړې.

د سوداګري او صنایعو خونه وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ اوسمهال سوداګري د عمل په ډګر کې زیانمنه شوې ده.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل: دا د افغانستان په اقتصاد او سوداګرۍ باندې مستقیمې اغېزې لري، دا مهال مونږ له ګڼو ستونزو سره مخ یوو، که دا کړکېچونه زیاتېږي، افغانان به تر ډېره زیانمن شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړېوالو اړېکو پخوانی غړی خالد پښتون وايي، افغان حکومت باید په داسې حالاتو کې داسې سیاست غوره کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچونو قرباني نه شي.

د افغانستان دولت په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات خپل مهم ستراتیژیک متحد ګڼي، دا هڅه یې هم کړې چې د ایران له دولت سره ښې اړیکې ولري.

په دې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په سیمه کې کړکېچ ته په پاملرنې سره لازمه ده چې افغانستان له دواړو اړخونو سره د یو "دوست هېواد" په توګه د یادو هېوادونو ترمنځ له کړکېچه ځان لېرې وساتي.