انتخاباتو کمېسیون: غزني کې د رأی ورکوونکو د نوم‌لېکنې ۱۶۹ مرکزونو تړلي

ارشیف، په کابل کې د رای ورکونې یو مرکز. June 11, 2019

په غزني ولایت کې د رأی ورکوونکو د نوم‌لېکنې د پروسې له پیل نه یوه اوونۍ اوړي، خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې د رای ورکوونکو د نوم‌لېکنې له ۲۴۷ مرکزونو څخه ۱۶۹ مرکزونه یې بند دي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا مهال په غزني ولایت کې د رای ورکوونې لپاره په شرایطو برابر کسانو ته یوازې ۷۸ مرکزونه پرانېستي دي: "په غزني ولایت کې د رای ورکوونکو د نوم‌لېکنې لپاره له ۲۴۷ مرکزونو موږ یوازې د ۷۸ مرکزونو پر پرانېستلو وتوانېدو، نور د بېلابېلو په ځانګړي توګه د ناامنیو له امله پرانېستل شوي نه‌دي، موږ هیله مند یو چې امنیتي بنسټونه په مشترکه همکارۍ وکړای شي ډېری بند مرکزونه پرانېزي."

د ناامنیو تر څنګ، ولسوالیو ته د حساسو او غیر حساسو موادو وروسته رسېدل او د کارکوونکو په ګمارنه کې ځنډ هم د دغو مرکزونو د بندېدو لاملونه بلل شوي دي.

له دې سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي د بندو مرکزونو د پرانېستلو په هدف د هڅو یادونه کوي.

ښاغلی ابراهیمي زیاتوي چې پرته له غزني ولایت نه د تخار په درې ولسوالیو، د زابل په یوې ولسوالۍ او په ټول هېواد کې د رای ورکوونکو د تقویتي نوم‌لېکنې لپاره ۵۰ مرکزونه تړلي دي.

د غزني ولایت په ګډون په ټول هېواد کې د رای ورکوونکو د تقویتي نوم‌لېکنې پروسه د جوزا میاشتې په اتلسمه نېټه پیل شوه او د روان کال د سرطان میاشتې ۸ نېتې پورې به دوام ولري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت په غزني ولایت کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د بندو مرکزونو د پرانیستلو په اړه ډاډ ورکړ.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف

د دغه وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف وايي: "په ټول افغانستان کې محدودې سیمې شته چې تردې دمه ورته حساس او غیر حساس مواد ور انتقال شوي نه وي، هغه څه چې موږ پورې اړه لري موږ ورته ژمن یو، که د موادو انتقال وي یا د مرکزونو پرانېستل دي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، د رای ورکوونکو د تقویتي نوم‌لېکنې د پروسه له پیله تر دې دمه ولسمشریزو انتخاباتو ته د ګډون په هدف ۲۵زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم د دغې پروسې په اړه د شکایتونو او اعتراضونو د ثبتولو چارې پیل کړي چې تر اوسه د ثبت شویو شکایتونو کره شمېره په ډاګه شوې نه‌ده.