دفاع وزارت: د هرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې په اوسط ډول سل طالبان وژنو

دفاع وزارت وايي، د طالبانو د ځپلو لپاره یې عمومي عملیات پیل کړي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په‌دې وروستیو کې د طالبانو مرګ ژوبله په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

د ملي دفاع وزارت وایي، د ټول هېواد په کچه یې د طالبانو د ځپلو لپاره عمومي عملیات پیل کړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د هرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې په اوسط ډول سل طالبان وژني: "په مسلسل ډول په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ بېلابېل عملیات لرو، همدا راز د دواړو له لورو تر منځ په‌دې وروستیو کې د روانو جګړو په ترڅ کې په اوسط ډول له سلو زیات طالبان له منځه ځي."

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت دغه ادعا ردوي او وایي چې په ورځني ډول له لسو تر پنځلسو طالبانو ته مرګ ژوبله اوړي او د مقابل لوري مرګ ژوبله زیاته بولي.

په هلمند کې افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دې وروستیو کې د تخار ولایت او فاریاب ولایتونو سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې راپورونه زیات تر لاسه کېږي.

د یادونې ده چې په‌دې وروستیو کې د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ د طالبان لاسته ورغلې وه، خو ملي دفاع وزارت تازه دغه ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې ده.

خو یو شمېر پوځي کارپوهان بیا ټینګار کوي چې د جګړې پرځای باید د سولې پروسه پیاوړې شي.

پوځي کارپوه عبدالباري حارث وایي، د جګړې د ښکېلو لورو تر منځ د اوسنۍ جګړې د شدت لامل د سولې مذاکرات دي: "زه فکر کوم چې د جګړې شدت د سولې له مذاکراتو سره تړاو لري، اوس د سولې خبرې ډېر پېچلي پړاو ته رسېدلي، خو له بده‌مرغه افغانان مري، خو دوی دواړو لوري هڅه کوي چې امتیاز تر لاسه کړي او د مذاکراتو پر مېز یو څه لاسته راوړنې ولري."

ښاغلی حارث وایي، جګړه د حل لاره نه‌ده او افغان حکومت او طالبان دې ورځ بلې د جګړې د شدت پرځای د سولې مذاکراتو ته لار هواره کړي او د افغانستان کشاله دې د سوله‌ییزو خبرو له لارې حل کړي.