امریکا: د تېلو پر بېړیو برید کې د ایران د سپاه پاسدران ځواک لاس لري

د عمان په خلیج کې دوه د تیلو ټانکرونه تر برید لاندې راغلي

د امریکا پوځ یوه ویډیو خپره کړې چې په وینا یې په عُمان خلیج کې د تېلو پر دوو لېږدوونکو ټانکرونو په وروستي برید کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک لاس لرل څرګندوي.

دا په سیمه کې د تاوتریخوالي تازه پېښه ده چې امریکا او متحدان یې ملامتي پر تهران اړوي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ پرون وویل، دا ویډیو ښيې چې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د کښتیو عملې یوه وسيله چې ناچاودېدلي ماين ته ورته ده، له هغې تیل لېږدوونکې کښتۍ څخه لرې کوي چې برید پرې شوی.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ ویاند بیل اوربان «Bill Urban» په یوه اعلاميه کې وويل: "پر سیمه يیز وخت د مازیګر پر څلورو بجو او لسو دقیقو د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک د ګزمې یوه کښتۍ د کوککا کریجیس «Kokuka Courageous» په نوم د تېلو بېړۍ ته نږدې شوه چې څارل کېده او په ثبت شوې ويډيو کې ښکاري چې ناچاوده ماین د دې کښتۍ له باډۍ ليرې کوي."

چارواکو «CNN» ټلوېزيوني شبکې ته ویلي، د امريکا دفاع وزارت په‌دې باور دى چې دا د ایراني ځواکونو له خوا په دې پېښه کې د خپلې ښکېلتیا د شواهدو د ليرې کولو هڅه وه.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي دفتر پرون وویل: "دوی په قطعي توګه د امریکا دا بې بنسټه ادعا ردوي" چې ګوندې تهران په عمان خلیج کې په تازه بریدونو کې لاس لري.