ترکیې د امریکا هغه التیماتوم رد کړ چې له روسیې دې «اېس-۴۰۰» نه پېري

د «اېس-۴۰۰» په نوم د توغندیو دفاعي سیستم

ترکیې د متحدایالاتو هغه التیماتوم رد کړی چې له روسیې څخه دې «اېس-۴۰۰» دافع هوا توغندي نه پېري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاووش اوغلو پرون پنجشنبې وویل، د امریکا له دې ګواښ سره- سره چې ترکیه به د «اېف-۳۵» ډوله جنګي جټ الوتکو په پروګرام کې له ګډونه بې برخې کړي، انقره به د دې روسي توغندیو له پېرلو په شا نه شي.

د چاووش اوغلو له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي و چې دی هیله من دی متحد ایالات به له خپلو ګواښونو لاس واخلي.

تمه ده چې اردوغان به د روانې جون میاشتې په ۲۸-۲۹ مه په جاپان کې د شلو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

متحد ایالاتو د جولای تر ۳۱ مې پورې ترکیې ته مهلت ورکړی چې که د «اېس-۴۰۰» توغندیو د پېرلو له پرېکړې په شا نه‌شي، نو د امریکا په مشرۍ د «اېف-۳۵» جنګي جټ الوتکو په پروژه کې له ګډون څخه به بې برخې شي.