ټایم: داعش په افغانستان کې د یوې سترې ستونزې په توګه پاتې ده

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزې

  • سټارس اېنډ سټرایپس

سټارس اېنډ سټرایپس خپرونې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د یوې اسټرالیايۍ څېړنېزې ادارې پر رپوټ تبصره کړې ده.

د مقالې سرلیک دی: افغانستان تر سوریې هم په ناامنه هېوادونو کې دی.

د اسټرالیا د اقتصاد او سولې انسټېټيوټ په رپوټ کې تېرکال سوریه د امنیت د خرابوالي له امله په وروستي ځای کې وه، خو سږ کال دا ځای افغانستان نیولی دی.

همدې ادارې تېرکال افغانستان په هغو هېوادونو کې ګڼلی و چې تر ټولو زیات وګړي د ترورېزم قرباني شوي وو.

دې ادارې تېرکال ویلي و چې په ۲۰۱۷میلادي کال کې د نړۍ په کچه په څلورو کسانو کې چې په تروریستي حمله کې وژل شوی و، یو په افغانستان کې و.

د اسټرالیا د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ همدا راز ویلي چې په افغانستان کې په وروستیو پينځو کلونو چې د امریکايي ځواکونو لویه برخه له هغه هېواده وتلې، پر کورنیو امنیتي ځواکونو د خلکو باور هم ۳۱ فیصده کم شوی دی.

افغانان تر هر بل وخت زیات د جنايي جرمونو څخه اندېښمن دي.

سټارس اېنډ سټرایپس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هڅو ته هم لنډه اشاره کړې او ویل شوي چې په خبرو کې لاهم د افغانستان حکومت چې طالبان د امریکا ګوډاګی ورته وايي، نه‌دی شامل شوی.

خو په نوره نړۍ کې، ډېرو خلکو ویلي چې د پخوا په پرتله زیاته ازادي لري او په هېوادونو کې یې د توکمیزو او مذهبي اقلیتونو په ګډون ټولو خلکو ته د ښه ژوند زمینه برابره ده.

ایسلنډ بیا هم د نړۍ تر ټولو سوله‌ییز هېواد بلل شوی دی. ایسلنډ په وروستۍ یوه لسیزه کې د نړۍ تر ټولو ارام هېواد دی.

  • ټایم مجله

ټایم مجلې په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د قوماندان، جنرال فرانک مکنزي خبرې خپرې کړې چې د چهارشنبې په ورځ یې په افغانستان کې داعش د فعالیت په اړه کړې وې.

جنرال مکنزي په جرمني کې خبریالانو ته ویلي و چې داعش په افغانستان کې یو جدي ګواښ دی.

ټایم مجلې لیکلي چې د جنرال مکنزي په باور داعش ډلې که څه هم په افغانستان کې نه‌دی پراخ کړی، خو د یوې سترې ستونزې په توګه پاتې ده.

خو د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې د داعش ډله په افغانستان کې تر پخوا کمزوری شوی دی.

  • حُریت خپرونه

د ترکیې حُریت خپرونې د افغانستان د یو شمېر سایکل ځغلونکو په اړه مقاله خپره کړې چې د افغانانو او تُرکانو د تاریخي او دوستانه اړیکو د درناوي لپاره یې ۴۱۰۰ کیلومتره مزل کړی دی.

لسو سایکل ځغلونکو له هراته دا سفر پېل کړی و.

د حُریت په حواله، د افغانستان سایکل ځغلونکو دا سفر د استانبول ښار په بشیکتاش سیمه کې د نړۍ د سولې په پارک کې ختم کړ.