د مور ورځ؛ د میندو د خواریو او مسؤلیتونو ته د درناوي ورځ

Your browser doesn’t support HTML5

د مور ورځ، ښاروالۍ کې یوه مېرمن د ماشومانو د زده‌کړو خرڅ څه ډول برابروي؟

د جوزا ۲۴مه د مور ورځ او د میندو خواریو او مسؤلیتونو ته د درناوي ورځ ده، خو دغه ورځ په افغانستان کې په‌داسې حال کې را ورسېده چې په‌دې هېواد کې اوس هم د ښځو د ستونزو او د زیږون پر مهال د دوی د مړینې خبرې کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د امیندوارۍ د څانګې رئیسه غوټۍ صادق یعقوبي وايي، په هېواد کې د میندو د مړینې کچه د تېرو کلونو په پرتله ټیټه شوې خو بیا هم د یادولو ده:"په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د روغتیا سروې ښيې چې په هرو یو لکو زیږونونو کې د میندو د مړینې کچه له پنځه نیم نه تر ۶۰۰ پورې ده چې د تېرو کلونو په پرتله کموالی ښيې. د میندو د مړینې کچه د وقايي وړ پروسیجرونو له امله ټیټه شوې ده."

نوموړې وايي، د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د وقایې پروګرام د پلي کېدو په حال کې دی او په لېرې پرتو سیمو کې د قابلو د ګمارلو لپاره اقدام شوی دي.

خو په جوزجان ولایت کې د ښځو ځینې فعالانې وايي، په‌دغه ولایت کې د امیندوارو مېرمنو د ستونزو حل ته امکانات نه‌شته.

د دغه ولایت د کوچیانو استازې سیما ستانکزۍ وايي: "د کوچیانو مېرمنو لپاره د روغتیا په برخه کې امکانات نشته، د اکثرو امیندوارو مېرمنو ژوند په خطر کې دی، دوی نه‌شي کولی د اقتصادي ستونزو له امله مرکزي روغتونونو ته ورشي."

دلبر نظري

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزیره دلبر نظري د هېواد ښځو ته سپارښتنه کوي چې خپلې روغتیا او ماشومانو پر وړاندې مسؤلیتونو ته پام وکړي.

اغلې نظري زیاته کړه: "د ځان د سلامتیا په خاطر د زیږونونو ترمنځ واټن رعایت او خپل ماشومان په خپلو شیدو تغذیه کړئ."

یادې ستونزې د افغان مېرمنو یوازینې ستونزې نه‌دي بلکې، اقتصادي ستونزې هم شته چې دوی يې له امله، خپلو کورنیو ته ډوډۍ پیدا کوي.

۴۸ کلنه ګلچهره وايي، له ۱۶ کلونو راهیسې د پوهنې په وزارت کې کار کوي.

دا وايي، مېړه یې ناروغ دی او زامن یې وزګار دي، یوازې په د ۵۰۰۰ افغانیو په تنخوا د خپلې کورنۍ سرپرستي کوي.

ګلچهره وايي، د مور له ورځې خبره نه‌ده، خو د خپلو اولادونو او هېواد لپاره لویه هیله لري:"زه د مور له ورځې خبره نه‌یم، په‌دې هیله کار کوم چې هېواد ته خدمت وکړم او اولادونه مې یوځآی ته ورسېږي."