د افغان ولسمشر دوهم مرستیال: ډېری محکمې او پرېکړې به علني ترسره شي

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي چې له دې وروسته باید ډېری محکمې او پرېکړې يې په علني ډول ترسره شي.

ښاغلي سرور دانش د افغانستان په عدلي او قضايي بنسټونو کې د عدالت په تأمینولو ټینګار کوي او وايي چې له دې وروسته باید د د ډېرو تورونو کسانو محکمې په علني ډول ترسره شي.

نوموړي وویل: "علني محکمې د خلاص عدالت او عادلانه محکمو له بنسټونو څخه دي، دا ډول محکمې د دوو اصولو له مخې کېږي:

  • یو دا چې په علني شکل محکمې جوړېدل یو حق دی.
  • بل دا چې د دغه ډول محکمو دائرېدل د رسنیو، څارونکو او هرهغه څوک چې لېواله دي، په‌دې محکمو کې ګډون کولای شي."

ښاغلی دانش وایي، د دا ډول محکمو ترسره کول به د عدالت د ټینګښت او شفافیت د پلي کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

په‌دې غونډه کې د عدلي او قضایي بنسټونو یو شمېر ګډون‌والو بیا ټینګار وکړ چې د خلکو په ګډون پولیس او څارونکي بنسټونه دې ورسره د شفافیت او عدالت د ټینګولو په برخه کې همکاري وکړي.

تر دې وړاندې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له لوري انتقادونه شوي چې په افغانستان کې د عدالت او شفافیت د رامنځته کېدو او د فساد سره د مبارزې په برخه کې له مرستو سره ـ سره لا هم په پراخ ډول فساد شته.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما په تازه راپور کې راغلي وو چې افغانستان کې د فساد شتون ډېری برخې ټکنۍ کړي دي.

له دې سره د امانت‌والۍ په ملي کنفرانس کې د ګډون‌والو له لوري یادونه وشوه چې د زورواکو او ځینوسیاسیونو له لوري قانون تر پښو لاندې کېږي او د عدلي او قضایي بنسټونو له لوري يې پر وړاندې لازم اقدام نه‌کېږي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي

په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي چې په‌دې ناسته کې برخه اخېستې وه وویل چې په تېرو ۱۷کلونو کې د ترلاسه شویو اسانتیاوو سره- سره بیا هم په لازم ډول د عدالت په برخه کې کار نه‌دی شوی.

دی زیاوي: "په تېرو۱۷ کلونو کې د افغان دولت د رغولو په برخه کې هڅې شوي، خو په‌دې کې هم شک نشته چې ځینو ډلو او کسانو د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي ګټې تر پښو لاندې کړې، که په واقعي ډول په‌دې موده کې د هغو امکاناتو چې نړیوالې ټولنې موږ ته برابر کړي وو، په سمه توګه ترې ګټه پورته شوې وه اوس به دا حالت نه‌وو."

ښاغلي افضلي دا هم وویل چې له فساد سره د مبارزې او د عدالت او شفافیت د ټینګښت په برخه کې ډېری بنسټونه جوړ شوي او له نړیوالې ټولنې پیسې تر لاسه کوي، خو ترې څارنه نه‌کېږي چې څومره یې په‌دغې برخه کې کار کړی دی؟

سید اکرام افضلي وایي، لاهم په بنسټیزه توګه د عدالت غوښتنې په برخه کې ستونزې حل شوي نه‌دي او اړتیا ده چې دغې برخې ته پاملرنه زیاته شي.