د کانونو او پټرولیم وزارت: د ټاپي پروژې تخنیکې چارې به بشپړې شي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند قدیر مطفي په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ټاپي پروژې تخنیکې چارې به ډېر ژر بشپړې شي.

د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې سترې اقتصادي پروژې تخنیکې چارې نږدې اتیا په سلو کې بشپړې شوي او د پایپ‌لاین ساختماني عملي چارې به هم ژر پیل شي.

ښاغلي مطفي د عملي کار دقیقه نېټه ونه‌ښوده خو ويې ویل چې د دې تخینکې مطالعات پای ته رسېدلي، د لارې مسیر يې تعین شوی، چاپيریالي مسایل يې څېړل شوي او د استملاک په مسئله يې د افغانستان د ښار جوړولو له وزارت سره خبرې روانې دي.

دی زیاتوي: "په افغانستان کې د ټاپي پروژې کارونه د مهالویش سره سم مخته روانې دي او هر یو کار د لومړیتوبونو سره سم ترسره کېږي، څو وکولای شو چې د پایپ‌لاین د انتقال چې زموږ خلک ورته ډېر انتظار لري عملي کارونه به يې ډېر ژر پیل شي."

له دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویلي و چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې به په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شي.

ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ګډه اقتصادي پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هندوستان ته لېږدوي.

د ګازو دا پایپ‌لاین د افغانستان د پنځه ولایتونو له ۲۲ ولسوالیو تېريږي.