جاپان: هيله لرم د واشنګټن-تهران د کړکېچ کمولو کې همکاري وکړم

د جاپان صدراعظم شينزو ابه

د جاپان صدراعظم شينزو ابه چې ايران ته روان دى وايي، هيله لري د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې همکاري وکړي.

تمه ده شينزو ابه ايران ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر حسن روحاني او د ايران له رهبر ايت الله علي خامنه‌اي سره وګوري.

په تېرو څه باندې ٤٠ کلونو کې ابه د جاپان لومړى برحال صدراعظم دى چې ايران ته سفر کوي.

وروسته له هغې چې د امريکا متحدو ايالاتونو د ٢٠١٥میلادي له اټمي تړون څخه د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ، د واشنګټن او تهران ترمنځ اړيکې ترينګلې شوي دي.

له توکيو تر روانېدو مخکې د جاپان صدراعظم شينزو ابه وويل:"جاپان غواړي په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات لپاره هره ممکنه هڅه وکړي."

د شينزو ابه تر سفر مخکې د ايران ولسمشر حسن روحاني د کابينې غونډې ته وويل، پر ايران د امريکا متحدو ايالاتونو فشار تر ټولو لوړ حد ته رسېدلى دى.