د سعودي عربستان په جنوب کې یوې حملې ٢٦ ملکيان ټپيان کړي

د سعودي او یمن ترمنځ ګډه پوله

د سعودي عربستان په جنوب کې پر يوه هوايي ډګر د حوثي ياغيانو د ميزائيلو په حمله کې ٢٦ ملکيان ټپيان شوي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف نن د چهارشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، پر ابها هوايي ډګر د ميزائيلو لګېدو له کبله په ټپيانو کې درې ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

دغه هوايي ډګر د سعودي عربستان او يمن ترمنځ سرحد ته نږدې پروت دى.

د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف اعلاميه وايي، دا حمله ثابتوي چې حوثي ياغيانو له ايرانه پرمختللې وسلې ترلاسه کړي دي.

اعلاميه زياتوي چې دا حمله ښايي يو جنګي جنايت وبلل شي.

حوثي ياغيانو تردې مخکې اعلان کړى و چې دوى پر دغه هوايي ډګر يو کروز ميزائيل ويشتلى دى.

تېره مياشت د سعودي عربستان د تېلو پر تأسيساتو د يوې بې پېلوټه الوتکې له‌خوا حمله شوې وه چې حوثي ياغيانو يې مسووليت منلى و.

خو رياض د دې حملې پړه پر ايران واچوله، هغه تور چې تهران رد کړى دى.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف چې د يمن د حکومت ملاتړ کوي، د حوثي ياغيانو پرضد له څلورو کلونو راهيسې جګړه پرمخ بيايي.

دغې شخړې ته د سعودي عربستان د هغه د سيمه‌ييز سيال ايران ترمنځ د نيابتي جګړې په سترګه کتل کېږي.