د بشري حقونو کمېسیون: کندهار کې ۲۰ زره ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي

په کندهار کې یو ماشوم چې په شاقه کار بوخت دی.

نن د جوزا ۲۲مه د ماشومانو د شاقه کارونو د مخنیوي نړیواله ورځ ده.

په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په‌دغه ولایت کې ۲۰ زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

د کمېسیون د مسؤلینو په وینا د دوامداره جګړو او اقتصادي ستونزو له کبله په درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې نور هم زياتېږي.

بل‌خوا ماشومان بيا وایي چې د سختې ناچارۍ له امله‌يې د درنو کارونو ترسره کولو ته زړه ښه کړی.

دوه کم عمره وروڼه، محمد او صالح محمد ښوونځي ته د تګ پر ځای د کندهار په شپږمه ناحيه کې د موټرو په يو ورکشاپ کې کار کوي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

کندهار کې شل زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

دوی وایي، کلونه وړاندې يې پلار د ناروغۍ له امله مړ شوی او اوس اړ دي چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو ته اوږه ورکړي.

دوی زیاتوي ښوونځی يې خوښېږي، خو خپل مجبوریت‌يې ښوونځي ته د تګ هیله په یو لوی ارمان بدله کړې ده.

محمد وايي: "زه مجبوره یم چې دلته کار وکړم، په کور کې د ګټې څوک نه‌لرو، زما مکتب خوښ دی، خو زه د کار لپاره مجبوره یم."

د جګړو او اقتصادي ناخوالو له امله د صالح محمد او محمد په څېر ۲۰ زره ماشومان دا مهال په کندهار کې په درنو کارونو بوخت دي.

د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو د برخې مشر شمس‌الدین تنویر په‌دغه ولایت کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، په شااوخوا ۲۰ زره ماشومانو کې يوه لويه برخه درانه کارونه ترسره کوي او ډېر يې ښوونځيو ته نه‌ځي.

دی وايي: "د ۲۰ زره په شااوخوا کې ماشومان په شاقه کارونو اخته ذي چې ډېره برخه‌يې په ښار کې ده او حتی په سرحدي ولسوالۍ بولدک کې یو تعداد ماشومان په سختو کارونو بوخت دي."

د هېواد د اساسي قانون په ۴۹مه ماده کې راغلي چې پر ماشومانو د کار تحميل جواز نه‌لري.

همداراز د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو په تړون کې راغلي چې حکومتونه بايد ماشومان په داسې کارونو ونه‌ګماري چې د هغوی جسم، تربيې او ودې ته زيان ورسوي، خو له دې ټولو سره سره په هېواد کې روانو جنګ جګړو او ټيټ اقتصاد ډېری کورنۍ دې ته اړ کړې دي چې خپل ماشومان له ښوونځيو راوګرځوي او د ژوند د پايښت لپاره پرې درانه کارونه وکړي.