په سوډان کې د سياسي مخالفینو رهبران مظاهرې پاى ته رسوي

سوډان کې مظاهره

په سوډان کې د سياسي مخالفانو رهبرانو موافقه وکړه چې مظاهرې به پاى ته رسوي او د سوډان له واکمنې پوځي شورا سره به خبرې بيا پيلوي.

دا خبره د ايتوپيا يوه منځګړي وکړه.

د سوډان واکمنو جنرالانو د دغه پرمختګ خبر نه‌دى تأييد کړى، خو دا په‌داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون د ملکيانو پر وړاندې د پوځ وروستى تشدد وغانده.

په سوډان کې دغو ملکيانو د ملکي نافرمانۍ په کمپاين کې برخه اخیستې او په‌دغه هېواد کې ملکي واکمني غواړي.

بل‌خوا د امريکا يو عالي رتبه ډيپلومات په پام کې لري چې سوډان ته سفر وکړي چې پر پوځ فشار راولي، څو پر مظاهره‌چيانو خپل فشار پاى ته ورسوي.

د ايتوپيا د صدراعظم ابي احمد يو استازى محمود ديرير چې هڅه کوي د سوډان د شخړې په حل کې منځګړيتوب وکړي، ويلي: "د ازادۍ او بدلون لپاره ملکي اتحاد، منلې چې سر له نننه به د ملکي نافرمانۍ کمپاين پاى ته رسوي."

د سوډان انتقالي پوځي شورا تأييد کړې چې ٩ ورځې مخکې تر ٣٠ زيات کسان هغه وخت ووژل شول چې امنيتي ځواکونو په پلازمېنه خارطوم کې دفاع وزارت ته څېرمه د مظاهرو پر يوه کمپ يرغل وروړ.

خو د اپوزېسيون ځواکونه وايي تر دې زيات کسان وژل شوي دي.