د پاکستان او استراليا ترمنځ مسابقه پيل شوه

د پاکستان د کرکټ یو تن لوبغاړی ناصر جمشېد

په انګلستان کې د کرکټ د ٢٠١٩ میلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې د پاکستان او استراليا ترمنځ مسابقه پيل شوه.

پاکستان چې د انګلستان په ټاونټن «Taunton» لوبغالي کې د لوبې پچه يا ټاس‌يې وګاټه، استراليا ته‌يې د بېټنګ کولو بلنه ورکړله.

اسټرالیا تر اوسه د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې درې لوبې کړي چې دوې يې ګټلي او يوه بايللې ده.

پاکستان په درېیو لوبو کې یوازې یوه ګټلې ده.

د دوی لوبه په ټاونټون ښار کې په ځايي وخت له غرمې مخکې پيلېږي.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د انګلستان او ولز په کورب‌توب پیل شوی.

افغان لوبډله به هم راتلونکې شنبه خپله څلورمه سیالي د جَنوبي افریقا په وړاندې وکړي.

دواړو ټیمونو ویلي چې د مخته تګ لپاره‌یې د شنبې سیالي خورا مهمه ده.