روسیه ترکیې ته د «اېس-۴۰۰» په نوم د توغندیو دفاعي سیستم سپاري

د «اېس-۴۰۰» په نوم د توغندیو دفاعي سیستم

روسیه وايي، پلان لري چې د روان کال په جولای میاشت کې ترکیې ته د «اېس-۴۰۰» په نوم د توغندیو دفاعي سیستم وسپاري.

د کرملېن د بهرنیو چارو سلاکار یوري اوشاکوف د سې شنبې په ورځ مسکو کې خبریالانو ته وویل: "د روسیې او ترکیې ترمنځ توافق شوی او د مهالوېش سره سم به پرې عمل وشي."

د دې روسي چارواکي په وینا د مسکو او انقرې په اړیکو کې هېڅ ستونزه نه‌شته.

تر دې مخکې واشنګټن انقرې لپاره د جولای تر ۳۱مې وخت ټاکلی و چې له روسیې څخه د توغندیو د دې دفاعي سیستم پېرل ودروي او که‌نه د «اېف-۳۵» امریکايي الوتکو قرارداد به له لاسه ورکړي.

ترکیه چې د ناټو غړیتوب لري په تېرو څو میاشتو کې یې له روسیې څخه د دې دفاعي سیستم د پېرلو پر سر له امریکا ناندرې درلودې.

متحده ایالات استدلال کوي چې د توغندیو دا روسي دفاعي سیستم د ناټو د متحدانو له دفاعي شرایطو سره برابر نه‌دی، خو ترکیه وايي له روسیې سره‌یې د دې دفاعي سیستم په اړه هوکړه کړې او د لغوه کېدو په برخه کې خبرداری ورته د منلو نه‌دی.