محقق: ډېر ژر به په دوحه کې د سولې په اړه د بین‌الافغاني خبرو بهیر پیل شي

د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق

د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو د پیل په څرنګوالي له افغان سیاست‌والو سره غږېدلی.

ښاغلي زلمي خلیل‌زاد بلخ ته په‌دې سفر کې د جمعیت ګوند له اجرائیه مشر عطا محمد نور او د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند له مشر محمد محقق سره په مشترک ډول څو ساعته ناسته وکړه.

محمد محقق د سې شنبې په ماښام له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې وویل چې داوړو لورو د افغانستان د سولې په باب د بین‌الافغاني خبرو د پیل په څرنګوالي، د افغان سولې په باب د نړیوالې اجماع په رامنځته کېدو او په هېواد کې د جمهوري ریاست د ټاکنو په ترسره کېدو خبرې وکړې.

خلیل‌زاد بلخ ته په سفر کې د سولې د بین‌الافغاني خبرو په څرنګوالي بحث وکړ.

ښاغلي محقق ازادي راډیو سره په خبرو کې تمه وښوده چې ډېر ژر به په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو بهیر پیل شي او طالبان باید د هېواد د سیاسي وضعیت په درک کولو سره د سولې دا راز خبرو ته غاړه کېږدي.

محقق وویل په افغانستان کې د سولې لپاره د نړیوالې ټولنې مرسته اړینه ده او په‌دغه هېواد کې د ترورېستي اعمالو ختمېدل، په‌دې معنی دي چې په نړۍ کې نورو هېوادونو ته له دې ځایه د بشري ضد جنایاتو متوجې ګواښ هم ختم شي.

هغه زیاته کړه: "که څه هم کوم کسان او یا هېوادونه د سیمې په کچه یا هم د نړۍ په کچه په خپلو کې ښه مناسبات نه‌لري، خو د افغانستان په قضیه کې چې دا په ټوله نړۍ پورې تړلې موضوع ده او د بشریت، افراطیت او ترورېزم په اړه موجوده ستونزه ده، ټول باید لاس سره یو کړي، څو دلته په افغانستان کې سوله تأمین شي."

زلمی خلیل‌زاد په بلخ کې له عطا محمد نور او محمد محقق سره د لیدنې پر مهال

د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور مطبوعاتي دفتر هم ازادي راډیو ته په یوه استولي پيغام کې ویلي؛ له خلیل‌زاد سره د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د روانو خبرو د څرنګوالي سربېره د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په باب هم بحث شوی.

ښاغلي نور هیله ښودلې چې د سولې د بین‌الافغاني خبرو بهیر تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې بشپړ شي.

د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید

د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید هم چې تېره ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره کتلي، وايي چې زلمي خلیل‌زاد د افغانستان د سولې په باب د جرمني وروستۍ هلې ځلې ستایلې دي.

جرمني دوه اوونۍ دمخه اعلان وکړ چې چمتو دی، د افغانستان د سولې په تړاو د ښکېلو خواوو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو کوربه‌توب وکړي.

وسله‌والو طالبانو د جرمني دا هڅه ستایلې، خو په اړه‌یې مشخص دریځ نه‌دی، ښوولی.

زلمي خلیل‌زاد په خپل ټویټرپاڼه باندې په وروستي ټویټ کې لیکلي چې د امریکا پالېسي دا ده چې د سولې په اړه به په بین‌الافغاني خبرو کې ښځو ته د مذاکره کوونکو په توګه ونډه ورکړل شي، خو هغه بلخ ته د خپل سفر په اړه څه نه‌دي ویلي.