د سولې ولسي حرکت په لښکرګاه کې د زرګونه خلکو غونډه جوړوي

د سباوون په نوم د یوه خصوصي ټلوېزیون انګړ

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د سباوون په نوم د یوه خصوصي ټلوېزیون انګړ ته د سولې د ولسي حرکت په غوښتنه د راتلونکو کسانو شمېر په زیاتېدو دی.

د سولې د ولسي حرکت مشر اقبال خیبر وايي، د هلمند په ګډون په ټولو ولایتونو او زونونو کې د دوی استازي د خلکو سره په خبرو بوخت دي چې د سولې د ولسي حرکت له‌پاره نوي غړي جذب کړي.

خیبر ازادي راډیو ته وویل، په لنډو ورځو کې به په لښکرګاه کې د زرګونه خلکو یوه غونډه راوبولي او د سولې اوسنی کوچنی حرکت ته پراختیا ورکوي.

اقبال خیبر که څه هم ونه‌ویل چې دا لویه غونډه به کله راوبلي، خو ټینګار يې وکړ چې د سولې غږ باید افغانستان شموله او تر هر ګوټه ورسېږي.

د سولې ولسي حرکت یو کال وړاندې په لښکرګاه کې تر یوې چاودنې وروسته چې ۱۶ ملکي کسان‌يې ووژل رامنځته شوه.

دوی په پیل کې پر پښو کابل او د هغه ځایه پلې پښې بلخ ته ولاړل.

دا په داسې حال کې ده چې د دې حرکت غړي د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته نږدې د طالبانو سره تر څو ورځنیو خبرو وروسته بېرته لښکرګاه ته راستانه شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال هغه تدابیري غونډې ته ورغلی چې غواړي د خلکو د یوې لویې غونډې له‌پاره پلان جوړ کړي.

دا راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

هلمند