بریتانوي پولیسو د پاکستان یو پېژندل شوی سیاستوال «الطاف حسین» ونیوه

د پاکستان یو بحث پاروونکی سیاستوال الطاف حسین

د پاکستان یو بحث پارونکی سیاستوال بالاخره ونیول شو، خو په خپل هېواد کې نه، بلکې په بریتانیا کې.

پر الطاف حسین په پاکستان کې د تُندو او پاوروونکو ویناوو تور پورې شوی.

د دې تورونو په اړه څېړنې د پاکستان او بریتانیا له‌خوا په شریکه شوي او بالاخره د لندن پولیسو د سې شنبې په ورځ نوموړی په همدې ښار کې ونیوه.

الطاف حسین چې شااوخوا ۶۰ کاله عمر لري، سره له دې چې په تبعید کې اوسېږي، د پاکستان د کراچۍ په ښار او سند ایالت کې پراخ نفوذ لري.

د پاکستان د صدراعظم سلاکاره فردوس عاشق عوان د سې شنبې په ورځ وویل، د پاکستان صدراعظم ته مبارکي وايي، ځکه وتوانېده چې قانون عملي کړي.

عوان زیاته کړه: "په تېرو ۷۰ کلونو کې څو پېژندل شویو سیاستوالو او ځواکمنو څېرو قانون برمته کړی. صدراعظم عمران ته مبارکي وايم چې ډاډمنه‌یې کړه، قانون به پر ټولو یو ډول عملي کېږي. هغه خلکو ته ژمنه ورکړې چې قانون به د خلکو سره متفاوت چلند ونه‌کړي. په کمزوري او زورور به قانون یو ډول عملي کېږي."

د پاکستان د صدراعظم سلاکاره فردوس عاشق عوان

خو یو شمېر سیاسي ګوندونه د حکومت د یو مخالف سیاست‌وال الطاف حسین پر نیول کېدو غصه شوي دي.

یو له دوی رانا ارشد دی.

نوموړی چې په لاهور کې د مسلم لیګ «ن» د ګوند مشري کوي، د الطاف حسین له نیول کېدو وروسته د حکومت پر ضد د مظاهرو خبرداری ورکړی دی.

ارشد وايي: "د ګوندونو د غړو او مخالفانو په استازولی زه دا نیونه غندم. موږ به شریکې مظاهرې تنظیم کړو او له خلکو سره به خپل یووالي څرګند کړو."

کراچۍ چېرې چې الطاف حسین پراخ نفوذ لري، د پاکستان یو له بډایو ښارونو څخه ګڼل کېږي.

د الطاف حسین سره تړلي قومي متحده تحریک ګوند په‌دې ښار کې پیاوړی او له ۸۰مې لسیزې راهیسې د کراچۍ مافیا بلل کېږي.

الطاف حسین قوي شبکې لري چې په وسیله‌یې کراچۍ اداره کوي او ان په تېرو ۳۰ کلونو کې چې په بریتانیا کې و، پر دې ښار یې خپل نفوذ ساتلی دی.

الطاف حسین د پاروونکو ویناوو په تور له نیول کېدو مخکې تل پر ده لګېدلې تورونه رد کړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې تېر کال واک ته ورسېد ویلي، هغه پاکستاني سیاستوال به په امان کې نه‌وي چې په مالي فساد کې لاس لري او یا حساسو مسئلو ته لمن وهي.

په‌دې موده کې پر یو شمېر نورو سیاستوالو سربېره د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري هم نیول شوي دي.