حقوق‌پوهان: پر حکومت د لګول شویو تورونو د څېړلو برخه کې دې ۲ګونی چلند نه‌کېږي

افغان حقوق‌پوه کبیر رنجبر

یو شمېر افغان حقوق پوهان وایي، پر حکومت د لګول شویو تورونو د څېړلو په برخه کې دې دوه ګونی چلند نه کېږي.

افغان حقوق‌پوه کبیر رنجبر د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په‌دې وروستیو کې د ځینو سیاستوالو له لوري په بېلابېلو برخو شوي ادعاوې باید په جدي ډول وڅېړل شي.

دی وايي: "دا پر دولت او خلکو ظلم دی چې څوک په دومره لوړه کچه ادعاوې کوي، ان د ولسي جرګې پر مشر یا هم پر ولسمشر د خیانت تور لګول کېږي، همدا شان حکومت له داعش سره په همکارۍ! دا باید حتماً وڅېړل شي او که دا شان مسایل ثابتېږي باید عاملینو ته یې سزا ورکړل شي."

حقوق‌پوه ودیر صافی

په ورته وخت کې بل حقوق‌پوه ودیر صافی بیا وایي، عدلي او قضایي بنسټونه دې نه یوازې د حبیب‌الله احمدزي بلکې د ټولو سیاسیونو ادعا ګانې د دې لپاره جدي ونیسي چې په ټولنه کې نور خلک هم اغېزمنوي.

دی وايي: "دا مسایل ټوله افغاني ټولنه زیانمنوي او د خلکو له لوري په ټولنه کې سخت غبرګونونه راپاروي."

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې د ولسمشر د امنیتي چارو پخوانی سلاکار حبیب الله احمدزي له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې په ارګ کې فحشا او له ښځو د جنسي ګټه اخېستنه روانه ده.

تر دې وړاندې د ځینو نورو څېرو او کړیو له‌خوا هم په ځینو مواردو کې پر ارګ او یو شمېر دولتي چارواکو د فساد تورونه لګول شوي دي.

دوه کاله وړاندې په غبرګولي میاشت کې د ولسي جرګې پخواني غړي ظاهر قدیر هم حکومت د داعش ډلې پر پلوی تورن کړی و او ویلي یې و چې په حکومت کې دننه یو شمېر کړۍ له داعشه ملاتړ کوي.

همدا شان ولسمشریزو انتخاباتو ته نوماند محمد حکیم تورسن بیا د جوزا په اوومه لومړۍ مېرمن رولا غني تورنه کړه چې په ارګ کې دننه د عیسیویت د دین تبلیغ کوي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي چې پر حکومت پخوانی ادعاوې ځکه جدي نه‌دي نیول شوي چې د سیاسي رقابت له مخې شوې خو د حبیب الله احمدزي ادعا له هغو سره متفاوته ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

مرتضوي زیاته کړه: "دا چې دولت کمزوری یا ناتوانه دی، هغه خو سیاسي ادعاوې دي، نور خلک او رسنۍ هم انتقادونه کوي، خو ترې شکایتونه نه‌شو کړای."

په ورته وخت کې د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي چې حبیب‌الله احمدزي ته یې دوه ځلي جلبونه استولي چې د خپلو اعادوو په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي، خو هغه څارنوالۍ ته نه‌دی حاضر شوی.

حبیب الله احمدزی په‌دې اړه تراوسه څه نه‌دي ویلي، خو هغه ته نږدې کسانو آزادي راډیو ته وویل چې ښاغلي احمدزی به په‌دې اړه سبا خپل دریځ څرګند کړي.