درويشانو، نڅاګرانو، ډول وهونکو او سندر غاړو عراق کې دوديز هنرونه وړاندې کړل

د درویشانو نڅا

څرخېدونکو درويشانو، نڅاګرانو، ډول وهونکو او سندر غاړو د عراق په کُرد اکثریت ښار اربیل کې دوديز هنرونه وړاندې کړل. دوی په ژوندۍ بڼه پر سټيج هنري ټوټې وړاندې کړې.

د سوریې ۱۲ کُردانو څلورکاله مخکې د موسيقۍ یوه ډله جوړه کړه.

دوی روانه مياشت په عراق کې د سوریې د کُردانو کلتور او دودیزې نڅاوې او موسيقۍ نندارې ته وړاندې کړې.

که څه هم ځینې عراقي کُردان له دې ډول موسيقۍ او نڅاوو سره بلد دي، خو نورو ته دا هر څه ډېر نوي وو.

په‌دې هنري ننداره کې دوديزه نڅا اراده شامله ده چې عموماً په سوریه کې په ودونو کې کېږي.

احمد ممدوح د دې ډلې له جوړوونکو دی:" موږ دا هنري ډله په کُردستان کې څلورکاله مخکې جوړه کړه. موږ د سوريې دوديزه موسیقي او نڅا وړاندې کوو. په دودو او نورو مهمو مراسمو کې اراده نڅا کوو. ډېر عراقيان د دې نندارې کتلو ته راځي. "

په عراق کې دوی اراده نڅا د هنري ټوټې په توګه وړاندې کوي او په ځینو مراسمو لکه د نویو دوکانونو د پرانېستلو پرمهال دا ډول ننداره وړاندې کوي.

حاجي فراس دغو مراسمو ته ورغلی دی. دی د اربیل اسېدونکی دی: "زما خپل تاریخ په یاد دی او دا ننداره موږ ته راښيې چې خپل ښايسته دودونه زړه ته نېږدې وساتو او هېر يې نه‌کړو. د نندارې پيل ډېر ښه وو او لرغونې نڅاوې يې ډېرې ښايسته وې."

د سوري هنرمندانو دا ډله د خپلې نندارې په بدل کې یوازې د سفر د مصارفو پوره کولو لپاره پیسې اخلي.

د یادې هنري ډلې ټول غړي په اربېل کې اوسي او کله ناکله په سوريه کې خپلو مورني ښارونو ته ځي.