د اټمي انرژۍ نړيواله اداره: ایران د یورانیمو غني کول زیات کړي دي

د اټمي انرژۍ نړيوالې ادارې عمومي رئیس یوکیا امانو

د اټمي انرژۍ نړيوالې ادارې عمومي رئیس نن د سې شنبې په ورځ وويل چې ایران د یورانیمو د غني کولو سرعت زیات کړی دی خو په‌دې اړه یې نور جزئيات نه‌دي ورکړي.

د اټمي انرژۍ نړيوالې ادارې عمومي رئیس یوکیا امانو د دوشنبې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کې د ایران اټمي پروګرام یوه سياسي مسئله وبلله او وېې ویل چې دغه هېواد د یورانیمو غني کول زیات کړي دي.

ده وويل چې د ایران د اټمي موافقې پر سر راپورته شويو لانجو په اړه باید مذاکرات وشي: "زه په‌داسې موقف کې نه‌یم چې ووایم څه ډول مذاکرات باید لومړيتوب ولري او څه ډول نه؟ خو دا څرګنده ده چې ترینګلتیا زیاته شوې ده نو د وضعیت د سمولو په خاطر به دا ښه وي چې خبره د مذاکراتو له لارې حل شي."

تردې مخکې د جاپان د کابینې وزیر یوشي هيدې سوګا نن خبریالانو ته وويل چې د دې هېواد صدراعظم شینزو ابه به سبا ایران ته خپل درې ورځنی سفر پیل کړي او د ده تمرکز به د واشنګټن او تهران تر منځ د ترينګلي شوي وضعیت پر سمولو وي.

توکيو په اسیا کې د امریکا له نږدې متحدانو څخه دی چې له تهران سره هم ښې اړيکې لري.

د تهران او واشنګټن تر منځ اړیکې هغه مهال ترینګلي شوي چې تېرکال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ د قدرتونو او تهران تر منځ د ۲۰۱۵میلادي کال له اټمي موافقې د امریکا د وتلو اعلان وکړ.

له هغه راهيسې واشنګټن پر تهران نوي بنديزونه لګولي او د ایران پر وړاندې يې خپله لهجه سخته کړې ده.

همدا راز امريکا په منځني ختيځ کې خپل نظامي حضور پراخ کړ چې په نتيجه کې د وسله‌والې جګړې بېره خپره شوه.

ډونالډ ټرمپ تېره مياشت جاپان ته تللی وو.

  • ایا ټرمپ د جاپان له صدراعظمه غوښتي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ دې منځګړی شي؟

تېره مياشت جاپان ته د سفر پر مهال ډونالډ ټرمپ څرګنده کړه چې غواړي ابه دې د ایران او امريکا تر منځ منځګړيتوب وکړي.

ارشیف، ولسمشر ټرمپ په جاپان کې ددې هېواد له صدراعظم شینزو ابه سره.

ټرمپ وويل چې ابه له ایران سره ډېر ښه روابط لري.

ابه همدا راز په مې مياشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزير محمد جواد ظریف کوربه وو.

ظریف هیله څرګنده کړه چې جاپان او نور امريکايي متحدان به یې د اټمي موافقې د ژغورلو لپاره عملي اقدامات وکړي.

  • ایا جاپان د نړۍ د قدرتونو او تهران تر منځ د اټمي موافقې ملاتړ کوي؟

ابه د ایران د اټمي موافقې ملاتړ څرګند کړی.

امريکايي چارواکو ويلي چې واشنګټن د ایران له مشرتابه سره خبرو ته چمتو دی، خو زور به له یو شمېر انتخابونو څخه وي.

ټرمپ د جون په شپږمه د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره د لیدو پر مهال وويل چې ایران د یوه ملت په توګه ناکامه شوی دی او که دوی غواړي مذاکرات وکړي، امريکا به خبرو ته چمتو وي.

مکرون وويل چې دی له خپل امریکايي سیال سره موافق دی چې له تهران سره باید نوي مذاکرات پیل شي او په نتيجه کې يې د ایران بالسټیک توغندیو او اټمي پروګرام محدود شي.

ایران ويلي چې اټمي پروګرام یې سوله‌يېز دی او دا تورونه یې رد کړي چې په سیمه کې د تروریستانو ملاتړ کوي.