ظریف: په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو لار د اقتصادي جګړې درول دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو یوازنۍ لار د اقتصادي جګړې درول دي.

محمد جواد ظریف دا خبرې د دوشنبې په ورځ له خپل جرمني سیال هایکو ماس سره تر لیدو وروسته کړي دي.

ده وویل:

"زموږ په سیمه کې تازه شخړې د ایران پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د اقتصادي جګړې نتیجه ده چې شخصاً ولسمشر ټرمپ اعلان کړی چې موږ له ایران سره په اقتصادي جګړه کې یوو، نو د دې شخړو د راکمېدو یوازنۍ لاره د اقتصادي جګړې درول دي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې جرمني او اروپایي ټولنه کولای شي چې د دې شخړو په راکمولو کې مهم رول ولوبوي.

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس چې د ایران د اټمي تړون او په سیمه کې د وروستیو شخړو په اړه د خبرو لپاره ایران تللی، ویلي چې د سیمې شخړې د اندېښنې وړ دي او دده په خبره، یوه کوچنۍ پېښه لوی ناورین رامنځته کولای شي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ وروستۍ شخړې داسې مهال راپورته شوې چې په وروستیو اوونیو کې امریکا په فارس خلیج کې د ایران د ګواښونو د ډېرېدو په پلمه په سیمه کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړ.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټمي تړونه د وتلو اعلان ځکه وکړ چې دده په خبره، دا تړون نشي کولای چې د ایران د باليستیک توغندیز پروګرام او یا د منځني ختیځ په شخړو کې د تهران د رول مخه ونیسي.

امریکا ایران تورنوي چې په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو ملاتړ کوي، خو ایران دا تورونه ردوي.