سرخط: کرام‌الدین کریم پټ دی او که تښتېدلی؟

د افغانستان د فوټبال فدراسيون پخوانی مشر کرام‌الدين کریم

کابل چاپ ورځپاڼو په‌خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د طالبانو سره د سولې په مذاکراتو او د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرام‌الدین کریم د نیولو په موضوع تمرکز کړی دی.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله د داعش پراخېدونکي فعالیتونه او له سولې وروسته د جګړې د دوام وېرې تر عنوان لاندې مقالې ته ځانګړې کړې او په‌کې یې لیکلي دي چې له طالبانو سره د امریکا د خبرو او د سولې په تړاو يو تحلیل دا دی چې امریکا له طالبانو سره د سولې له لارې غواړي داعش ته د فعالیت زمینه برابره کړي.

د مقالې د لیکوال په باور که څه هم له طالبانو سره د سولې د خبرو بهیر تر اوسه ډېر بریالی نه‌ښکاري، خو دا چې امریکا له طالبانو سره خبرو ته حاضره شوې، ډېری کسان د امریکا پر نیت شک کوي او فکر کوي چې امریکا غواړي له طالبانو سره سوله وکړي او جګړه د داعش پر مټ وغځوي.

د سرمقالې لیکوال دا هم لیکلي چې اوس طالبان هم د داعش بحث او له دوی سره له سولې وروسته د جګړې د دوام پلان ته متوجې شوي او غواړي مخه‌یې ونیسي.

د مسیر په سرمقاله کې دا هم راغلي چې د داعش د پراخېدو او پر مټ‌یې د جګړې د دوام خطر جدي دی او باید سر له اوسه‌یې د مخنیوي لپاره ګامونه واخیستل شي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د خلکو پر رول ټینګار کړی او لیکلي یې دي چې سوله له يوه فرده پيل، کورنۍ، ملت، هېواد او د نړۍ په کچه د بحث وړ ګرځي.

دغه ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې روانه تحمیلي جګړه د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو له‌خوا پر مخ وړل کېږي چې هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي.

د ورځپاڼې په خبره، افغان حکومت په‌دې وروستیو کې له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د افغانستان کشالې ته د حل‌لاره پیدا کړي، خو په‌دې برخه کې د خلکو رول او همکاري هم مهمه ده.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په‌خپل دوهم مخ کې لومړی دا پوښتنه راوړې چې کرام‌الدین کریم پټ دی او که تښتېدلی؟ او بیا یې لیکلي چې پولیس د نوموړي د نیولو پسې له يوې میاشتې سرګردانه ګرځي.

ورځپاڼې د يوې امنیتي سرچینې په حواله لیکلي چې لویې څارنوالۍ يوه میاشت مخکې د فوټبال د پخواني رئیس کرام‌الدین کریم د نیولو حکم ورکړی، خو پولیس لاهم د هغه په نیولو څه چې ان د ځای په پېژندلو یې نه‌دي توانېدلي.

سرخط لیکي:

له هغه وروسته چې لویې څارنوالۍ د کرام‌الدین کریم د نیولو په تړاو جدي اقدام وکړ او په‌دې لړ کې د هغه د دوسیې د څېړلو پلاوی اروپا ته لاړ، ده ځان ورک کړ.

ورځپاڼې د خپلې سرچینې په حواله لیکلي چې ښايي کرام‌الدین کریم په پنجشیر ولایت کې پټ وي، ځکه لویې څارنوالۍ هغه ممنوع‌الخروج کړی او بهر ته‌یې د تګ اجازه نه‌لرله.

د فوټبال نړیوالې شورا يا فیفا په يوه تازه پرېکړه کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر پخواني رئیس کرام‌الدین کریم د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځور له کبله د ټول عمر بندیز لګولی او هغه‌یې له سپورټي فعالیتونو منع کړی دی، فیفا نوموړی نږدې يو میلیون ډالره نغدي جریمه کړی هم دی.