د نورستان اوسېدونکي وايي، طالبان‌يې د ښوونځیو د چارو څارنه کوي

ارشیف، د پکتیا طالبان

د نورستان اوسېدونکي وايي، طالبان‌يې د ښوونځیو د چارو څارنه کوي او غوښتنه‌يې دا ده چې په ښوونځیو کې شته ستونزې هوارې شي.

د ختیځ نورستان اوسېدونکي محمد ګل ازادي راډیو ته وویل: "له نننه ۵ کال وړاندې د ښوونځیو کتابونه، قلمونه، تختې، څوکۍ، مېزونه او نور شیان طالبانو یوړل او ويې‌سوځول. اوس هم هغه طالبان عذر کوي چې تاسو دا مکتبونه بېرته فعال کړئ. مکتبونه خو تاسو خپله وران کړي، موږ به‌يې د کوم ځای نه فعال کړو. اوس هغوی ځان ته حکومت لري، د پوهنې خپل رئیس لري. هغوی خپله ګرځي او معلمانو ته وايي چې دندو ته راشئ."

امان‌الله او وکیل سخي هم وايي چې اوس وسله‌والو طالبانو د ښوونځیو مخالفت پرېښی دی.

د افغانستان په نقشه کې نورستان ولایت

د نورستان د پوهنې رئیس محمد امین حماد ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو دوو کلونو راهیسې وسله‌والو مخالفینو ورسره همکاري پیل کړې او هغوی اوس د ښوونځیو د پرانیستلو او جوړولو غوښتنه کوي.

د پوهنې رئیس وايي: "طالبانو موږ سره په هم‌غږۍ باندې چې یوه د وایګل ولسوالۍ د اناثو او بله د هلکانو لېسه وه چې د تېرو څو کالو نه بندې وې، نو په رسمي شکل د هغوی له‌خوا نه غوښتنه وه چې پرانیستل شي، هغه اوس دواړه پرانیستل شوي. اوس‌يې راته ویلي چې تعمیرونه هم جوړولی شي، کتابونه او کوم کمبود چې موجود دی باید ټول پوره کړئ."

حماد وايي، د وسله‌والو طالبانو نوماند والي هم ورته لیک رالېږلی چې دوی ښوونځیو سره مشکل نه‌لري.

خلک وايي، په نورستان کې وسله‌وال طالبان په‌دې پوه شوي چې د تورې او ټوپک په وسیله د جنګ ګټلو وخت تېر شوی او د نورو سره مقابله د علم او پوهې په زور کېدای شي، نو ځکه‌يې د ښوونځیو د تړلو پر ځای د پرانیستلو لاره خپله کړې ده.