د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اټمي پروګرام په اړه بحث کوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس نن دوشنبه تهران ته رسېږي او د ایران په اټمي پروګرام او له امریکا سره د دغه هېواد په لانجې بحث کوي.

ماس پرون یکشنبه د امریکا او ایران ترمنځ د لانجو زیاتېدو ته په اشارې ویلي و د محاسباتي تېروتنو، ناسم پوهاوي او پارونو خطر موجود دی چې دې لانجمنې سیمې ته به نه‌اټکلېدونکې پایلې وزېږوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تهران ته د ماس تر رسېدو مخکې اروپايي هېوادونو ته ویلي، په هغو هڅو دې نیوکه نه‌‌کوي چې ایران‌یې د خپلو پوځي وړتیاوو د لوړولو لپاره ترسره کوي.

ظریف د ایران دولتي رسنیو ته ویلي، اروپایان په داسې یو موقعیت کې نه‌دي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړون ورهاخوا په ایران انتقاد وکړي.

د ۲۰۱۵ میلادي کال په اټمي تړون کې جرمني، فرانسه او بریتانیا له ایران سره ژمن پاتې دي، خو امریکا ترې وتلې او په ایران‌یې کلک بندیزونه لګولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ استدلال کوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون شرطونه دومره کلک نه‌و چې ایران اټمي وسلو ته له لاس‌رسي پاتې کړي.

امریکا د بندیزونو په دوام کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه ترورېستی سازمان یاد کړی او په ځواب کې یې هم سپاه په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ پورې تړلي پوځیان ترورېستان بللي.

دې کړکېچونو خلیج ته ګڼ امریکايي پوځیان ورلېږلي او خبره ان د احتمالي جګړو تر اندېښنو هم رسېدلې.