په قزاقستان کې څه باندې ۵۰۰ کسان د مظاهرو پر مهال نیول شوي

په قزاقستان کې یو شمېر مظاهره‌چیان د پولیسو له‌خوا نیول شوي

د قزاقستان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې اساسي حقونه‌یې تر پښو لاندې شوي او د انتخاباتو د هغې پروسې پر ضد درېدلي چې پایله‌یې مخکې له مخکې پلان شوې وه.

سلګونه کسانو پرون د یکشنبې په ورځ د قزاقستان په څو ښارونو کې مظاهره وکړه.

له مظاهره‌چیانو یوه سړي او یوې ښځې چې نومونه‌یې نه‌دي اخیستي وویل: "موږ له دولته د اساسي قانون په رڼا کې د خپلو هغو اساسي حقونو غوښتنه کوو چې د قزاقستان د اساسي قانون له مخې دولت‌یې د تأمین لپاره مکلف ګرځول شوی. د بیان ازادي غواړو."

"زه په‌دې لاریون کې برخه اخلم، څو خپل اعتراض وکړم او غیر مشروع انتخابات بایکاټ کړم."

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې خلکو له اجازې پرته لاریون کړی.

د دغه وزارت مرستیال مرات قاژییف ویلي چې په الماتا او نور سلطان ښارونو کې یې ۵۰۰ مظاهره‌چیان نیولي.

دی زیاتوي: "شااوخوا ۵۰۰ کسان په نور سلطان او الماتا ښارونو کې د ناقانونه مظاهرو په خاطر د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي."

مؤقت ولسمشر قاسم جومارت تکایف

د مؤقت ولسمشر قاسم جومارت تکایف پر وړاندې د حکومت له‌خوا په‌دې کنټرول شویو انتخاباتو کې شپږ تنه کاندیدان ولاړ وو چې ډېر مشهور نه‌و.

د قزاقستان د انتخاباتو کمېسیون ویلي نږدې ۱۲ میلیونه کسانو رأیه ورکړې چې دا د ثبت شویو کسانو ۷۷ فیصده جوړوي.

مؤقت ولسمشر جومارت تکایف چې په خپلې بریا ډاډمن و پرون‌یې له رأی اچونې وروسته وویل چې مظاهره‌چیان او پولیس باید ارامه واوسي او دی به د لانجې د هواري لپاره یوه کمېټه جوړه کړي.

جومارت تکایف همدارنګه ویلي چې له نور سلطان نظربایف نه به په ستراتېژيکو چارو کې مشوره اخلي.

نور سلطان نظربایف له ۱۹۹۰ میلادي کال راهیسې پر قزاقستان واک چلولی دی.

دی چې درې میاشتې مخکې له نږدې درې لسیزو واک وروسته استعفا وکړه او قاسم جومارت تکایف‌یې مؤقت ولسمشر وټاکه د بشري حقونو د زیاتو سازمانونو له‌خوا د بشري حقونو په نقض تورن شوی دی.

یو وار له دې مخکې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې انتخابات شوي و چې په هغو کې نور سلطان څه باندې ۹۸ فیصده رأیې ګټلې وې.